اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې مونږ د نېشنل ايكشن پلان ترمخه د ترهه ګرۍ او فرقه وارانه موادو اشاعت مخ نيوي كوي٬په 25 جولائي هېواد كښې ټول ټاكنې كېږي٬هيله لرو چې نوې جمهوري حكومت به د اولسي ښېګړی اوڅوكالۍ له په زړه پورې كار وكړي٬نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو نوټس واخلي٬هند دې د كشمير مسئلې پشمول د ټولو مسئلو حل له خبرو اترو ته سلا راضي شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د سفيرانو په اعزاز كښې د روژه ماتي مېلمستيا ته د خطاب په موقع وكړه۔ده ووئيل د روژه ماتي په مېلمستيا كښې په ګډون كولو د زړه د كومې د ستاسو هركلے كوم٬په اسلام آباد كښې د مېشته سفارتكارو سره دا كلن ملاقات اوس يو ښه روايت جوړ شوې كوم چې زمونږ لپاره د اطمينان وړ دې۔ده ووئيل روژه يو افاقي تصور او داسې عبادت دې كوم چې د نړۍ په انسانيت او په بېلو مذهبونو كښې په څه نه څه صورت كښې موجود دې۔دا يو داسې عبادت دې چې د لارې يې په انسان كښې د ايثار٬جذبې٬صبر او د عاجزۍ كېفيت پېدا كوي۔ده ووئيل د روژې مباركې مياشت د رحمتونو مياشت وي او دا په ټولنه كښې د طبقاتي استحكام ذريعه هم ګرځي۔اولس مشر ووئيل د روژې مباركې په پېغام كښې نن د نړۍ سره زيات مطابقت لرو چرته چې وخت په وخت بدلونونه رامخې ته كېږي دا په نړيواله كچه د غېر معمولي بدلون عهد دې۔اولس مشر ووئيل چې نړۍ دا مهال د جنګونو٬مذهبي او لساني تعصباتو په وجه د غېر معمولي بدلونونو سره مخ ده۔په دې كښې كړكېچنو مسئلو بېلې ټولنې او قامونه خپلو كښې تقسيم كړی دغسې د نړۍ بېل هېوادونه د ترهه ګرۍ لعنت سره مخ دي۔په داسې وختونو كښې دا خطره محسوسېږي چې اعتدال خوښې قامونه چرې ناكامه نه شي۔ده ووئيل د تاريخ دا نازك وخت د دې خبرې تقاضا كوي چې مونږ د ديني تعليماتو پلو رجوع وكړو كوم چې امن له قوي بنياد وركوي۔اولس مشر ووئيل نن ترهه ګرۍ يو خطر ناك شكل اختيار كړی كومې سره چې نړۍ مخ ده٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې زمونږ هېواد په دې جنګ كښې د پرنټ لائن كردار ترسره كولو سره تر ټولو زيات ځپلې شوې۔ده ووئيل د دې جنګ په نتيجه كښې زمونږ معيشت ته د 127 بلين ډالر څخه زيات زيان شوې او په دې مهال زمونږ وګړو او سپاهانو د خپلو ځانونو قرباني وركړی۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ د نورو هېوادونو پشان د دې مسئلو مخ نيوي له د مړانې پريكړې كړي۔تېرو دريو كلونو راهيسې د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې كمې رامخې ته شوې٬زمونږ د دې كاميابۍ راض د سياسي عزم٬بشپړه اتحاد او د پوځ د كاروائۍ د مړانې پريكړه ده كوم چې د نړۍ قامونو له يو مثال دې۔ده ووئيل پاكستان يو تكثيري ټولنه ده چې پكښې د بېل رنګ او نسل او عقيدې سره تعلق لرونكي وګړي مېشته دي۔كومو ته چې د آئين او قانون ترمخه يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ده ووئيل د دې معاملاتو په بنياد د نړۍ د نورو ټولونو پشان پاكستان هم د ډېرو ستونزو سره مخ ده۔ده ووئيل د پاكستان مؤسس قائداعظم محمد علي جناح ټولو وګړو ته د يو برابر حقونو او مذهبي آزادو ضمانت وركړی وو۔ده ووئيل د پاكستان بېلو عقيدو لرونكو له هغه فرمائېلي وو چې تاسو آزاد يې او تاسو ته د پاكستان په رياست كښې د خپلو عبادت ځايونو ته تلل بشپړه آزادي ترلاسه ده۔تاسو كه د هر مذهب نسل يا ذات سره تعلق لرۍ۔ده ووئيل مونږ د هغه ښه اصولو له مخې د يو جمهوري او په مساواتو اډانه ټولنې جوړولو چمتو يو چرته چې ټولو وګړو ته بشپړه حقونه او په خپلو عقيدو د عمل كولو آزادي وي۔په دې موقع د كورنيو چارو او قانون او انصاف وزير هم موجود وو۔