پاکستان د سعودي او كاناډا په كړكېچنو اړيكو تشويش ښكاره كړو

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) پاکستان د سعودي عربستان او كاناډا ترمېنځه په كړكېچنو اړيكو د تشويش څرګندونې سره وئيلي دي په اوسنۍ وضعه كښې پاكستان سعودي سره د بشپړه يوالي څرګندونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل پاكستان د سعودي او كاناډا په كړكېچن صورتحال تشويش لري او په موجوده صورتحال كښې پاكستان سعودي سره د بشپړه يوالي څرګندونه كوي۔ وياند له مخې پاكستان تل د ټولو هېوادونو د خپلواكۍ او په كورنيو معاملاتو كښې د عدم مداخلت د اصولو ملاتړ كړې ۔ وياند ووئيل مونږ د او آئي سي دې بيان سره اتفاق كوٶ چې د پاكستان اولس غوندې سعودي عرب ته په سيمه ايز او نړيواله كچه ډېر عزت او احترام په نظر كتلې شي۔ وياند ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو او د اصولو په بنياد د هېواد د خپلواكۍ تحفظ لپاره پاكستان سعودي سره ولاړ دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں