د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ كښې به د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنه ﴿نن﴾ كولې شي

image

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ كښې به د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنه ﴿نن﴾ د شورو په ورځ كولې شي٬ د پي ټي آئي لخوا د سپيكر چوكې لپاره مشتاق عني او د دوهم سپيكر چوكې لپاره محمود جان كانديدان دي٬ د اپوزيشن لخوا د سپيكر چوكې لپاره لائيك محمد او د دوهم سپيكر چوكې لپاره جمشېد مومند كانديدان نومول شوي دي۔ د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنې لپاره پولنګ به سهار لس بجې پېل كېږي۔ د وزيراعلٰي ټاكنه به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ د اګست په 16مه نېټه كېږي۔ د وزيراعلٰي چوكې لپاره تحريك انصاف محمود خان نومولې دے۔ د اپوزيشن لخوا به دې چوكۍ لپاره نوم نن راځي۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں