صدارتي كانديد د روانې مياشتې 27 مې نېټې تر 12 بجو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كولې شي۔ پولنګ به د ستمبر په 4 مه نېټه كېږي

image

اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پی پی) د اولس مشر او د قومي او څلور واړو صوبائي اسمبليو ضمني ټاكنو له د نامزدګۍ كاغذونو ترلاسه كولو او جمع كولو عمل به د اګست 27 مې نېټې څخه پېل شي۔ د اولس مشر ټاكنې له به كانديد د 27 اګست تر 12 بجو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كولې شي او د قومي او صوبائي اسمبليو ضمني ټاكنو له به هم په دغه ورځ د نامزدګۍ كاغذونه جاري كولې شي۔ د الېكشن كمېشن لخوا جاري كړې شوي شېډول ترمخه د اولس مشر ټاكنې له پولنګ به په 4 م ستمبر څلورو واړو صوبائي اسمبليو او پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي او د قومي او صوبائي اسمبليو خالي چوكو لپاره پولنګ به په 14 نومبر كولې شي۔ د قومي اسمبلۍ په 11 او د صوبائي اسمبليو په 26 چوكو به ټاكنې كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں