د سركاري افسرانو تبادلې او ټاكنې د قانون له مخې د مرتب شوې پالېسې په رڼا كښې كولې شي٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي چې د سركاري افسرانو تبادلې او ټاكنې د قانون له مخې د مرتب شوې پالېسې په رڼا كښې كولې شي٬ په يوه صوبه كښې لس كاله د وظيفې ترسره كوونكو افسرانو نورو صوبو ته بدلون شوے۔ د خالي په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپل بيان كښې ووئيل چې په وړومبي ځل 9 تر ټولو غوره افسران بلوچستان ته لېږل شوي دي۔ ده ووئيل چې وروستو پاتې صوبې ته د ښو افسرانو لېږلو سره به د غوره حكمرانې اهداف ترلاسه كړې شي۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت د قانون او ضابطې له مخې د پالېسو عملي كولو پوخ عزم لري۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې پاليسي د وفاقي حكومت د دې عزم څرګندونه ده چې بيوروكرېسي د قانون له مخې د اولس خدمت وكړي۔ ده ووئيل چې د كومې خوښې نا خوښې په بنياد نه بلكې قانون او ضابطه عملي كول د پاليسې بيناد دے۔

مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں