ډاكټر عارف الرحمن علوي د هېواد ديارلسم اولس مشر په حېث سوګند پورته كړو٬ د سپريم كورټ ستر قاضي جسټس مياں ثاقب نثار ده څخه سوګند واخست۔

image
APP44-09 ISLAMABAD: September 09 - Dr. Arif Alvi being administered the oath as President of Pakistan by Chief Justice Mian Saqib Nisar at the Aiwan-e-Sadr. Prime Minister Imran Khan and Former President Mamnoon Hussain are also present. APP

اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی)د پاكستان نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډاكټر عارف الرحمن علوي د هېواد ديارلسم اولس مشر په حېث سوګند پورته كړو٬ د سپريم كورټ ستر قاضي جسټس مياں ثاقب نثار ده څخه سوګند واخست۔ دسوګند پورته كولو ساده ولې درنه دستوره كښې وزيراعظم عمران خان ٬ وظيفه ترسره كوؤنكي اولس مشر ممنون حسېن ٬ د پاكستان په دوره راغلي د سعودي عربستان د اطلاعاتو او كلتور وزير عواد بن صالح ٬ د چين خارجه وزير وانګ ژي ٬ د سېنېټ چيئر مېن صادق سنجراني ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو ٬ د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار ٬ د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان ٬ د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان ٬ د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه ٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان ٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان٬ د ګلګت بلتستان ګورنر حفيظ الرحمن ٬ وفاقي وزيرانو او اعلی سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال دغېر ملكي سفيرانو ٬پارلماني غړو ٬ سياسي لارښودو او د ابلاغ نمائندګانو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي لوئې شمېر شخصيات موجود وو۔ دې څخه وړاندې بګل غږولو سره د نوي ټاكلي شوي اولس مشر او وزيراعظم د راتلو اعلان وكړې شو۔ قامي سرود وغږولې شو۔ د دستورې پېل د قرآن كريم تلاوت څخه وكړې شو۔ دې نه وروستو ستر قاضي مياں ثاقب نثار په قامي ژبه كښې نوي ټاكلي شوي اولس مشر څخه سوګند واخست۔ وروستو كابينه سېكتر د اولس مشر د خپل منصب سنبالولو په اړه باضابطه فرمان واورولو۔ د دستورې په پايه كښې قامي سرود وغږولې شو۔ دې نه وروستو د استقباليې په هال كښې د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو او مېلمنو اولس مشر ته يو په يو مباركي وركړه او ده لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې د اولس مشرۍ منصب له د ټاكنو عمل د ستمبر په 4 مه نېټه شوې وو۔ په كوم كښې چې عارف الرحمن علوی، مولانا فضل الرحمن او اعتزاز احسن صدارتی كانديد وو۔ د الېكشن كمېشن لخوا د صدارتي ټاكنو په اړه د جاري كړې شوي باضابطه اعلان ترمخه د تحريك انصاف كانديد عارف الرحمن علوي 352 الېكټورل ووټ ترلاسه كولو سره كامياب ګرځولې شوې وو۔ دده په مقابله كښې د مسلم ليګ نون كانديد مولانا فضل الرحمن 184 او د پيپلز ګوند اعتزاز احسن 124 ووټونه ترلاسه كړي وو۔ د قومي اسمبلۍ په رسمي وېب پاڼه د وركړې شويو تفصيلاتو ترمخه عارف علوي څخه وړاندې د هېواد د اولس مشرانو په فهرست كښې وسیم سجاد (2 ځله) او محمد میاں سومرو د لنډ مهاله اولس مشر په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ د فهرست ترمخه میجر جنرل سکندر مرزا 23 مارچ 1956ء څخه تر 27 اکتوبر 1958ء، جنرل محمد ایوب خان 27 اکتوبر 1958ء څخه تر 25 مارچ 1969ء، جنرل محمد یحییٰ خان 25 مارچ 1969ء څخه تر 20 دسمبر 1971ء، ذوالفقار علی بھټو 20 دسمبر 1971ء څخه تر 14 اګست 1973ء، فضل الهٰی چوهدری 14 اګست 1973ء څخه تر 16 ستمبر 1978ء، جنرل محمد ضیاء الحق 16 ستمبر 1978ء څخه تر 17 اګست 1988ء، غلام اسحاق خان 17 اګست 1988ء څخه تر 8 جولائی 1993ء، وسیم سجاد (لنډ مهاله) 8 جولائی 1993ء څخه تر 14 نومبر 1993ء، سردار فاروق احمد خان لغاری 14 نومبر 1993ء څخه تر 2 دسمبر 1997ء، وسیم سجاد (لنډ مهاله) 2 دسمبر 1997ء څخه تر یکم جنوری 1998ء، جسټس (ر) محمد رفیق تارړ یکم جنوری 1998ء څخه تر 20 جون 2001ء، جنرل پرویز مشرف 20 جون 2001ء څخه تر 15 اکتوبر 2007ء، جنرل (ر) پرویز مشرف 29 نومبر 2007ء څخه تر 18 اګست 2008ء، محمد میاں سومرو (لنډ مهاله) 18 اګست 2008ء څخه تر 9 ستمبر 2008ء او آصف علی زرداری 9 ستمبر 2008ء څخه تر 9 ستمبر 2013ء اولس مشر پاتې شو۔ اولس مشر ممنون حسېن 9 ستمبر 2013ء څخه تر 8 ستمبر 2018ء په دې منصب پاتې شوې۔

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں