حكومت په سپېځلي احستاب باور لري۔ كوم كسان چې مني لانډرنګ كښې ككړ دي بايد احتساب سره مخ شي۔ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان مركه

image

اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د تحريك انصاف حكومت د احتساب په حق كښې دے۔ د احتساب عمل به په سپېځلي ډول مخ واړندې بوتللې شي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل نېب يوه آزاده او خپلواكه اداره ده۔ حكومت د نېب چارو سره هېڅ كار نه لري۔ده ووئيل د نېب موجوده چيئرمېن ټاكنه د پاكستان مسلم ليګ نون پخواني حكومت كړې وه۔ د شريفې كورنۍ او پي پي پي مشرتابه ټولې مقدمې او رېفرنسز هم د پاكستان مسلم ليګ نون په پخواني حكومت كښی پېل شوې وو۔ ده ووئيل د پاکستان تحریک انصاف حکومت نیا پاکستان هاؤسنګ سوسائټی او نورې منصوبې بې وزله اولس لپاره پېل كړې دي۔ ده ووئيل اېف آئي اے يوه قومي اداره ده او د جعلي اكاؤنټ لرلو په اړه ټولې پلټنې بايد دا اداره وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي په اقربا پروروۍ باور نه لري۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ٬ د خېبر پختونخوا اعلی وزير او د نورو اولسي عهدېدارو ټاكنه په مېرټ شوې ده۔ دوئي كښې يو هم د تحريك انصاف چيئرمېن سره كومه خپلولي نه لري۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې قومي ادارې مضبوطې جوړوي بلكې د قانون سرلوړۍ له د ادارو په شا هم ولاړ دے۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں