خېبر ضلع كښې وېړيا طبي كېمپ ولګولې شو۔ د 4368 رنځورانو معائنه

image

پېښور ۔14جنوری (اے پی پی) ډائرېکټورېټ هېلتھ سروسز د خېبر ضلعې بېلو سيمو صداق اکا خېل، شان خیل مستک، طورخم چارباغ او چرګی ډګری كښې وېړيا مېډيكل كېمپ ولګولو په كوم كښې چې د سرجن ډاکټر محمد شفیق په مشرۍ كښې پوهانو ډاکټرز ،پېرا مېډېکس سټاف او مرستيالې عملې بې وزله رنځورانو ته وېړيا طبي اسانۍ وركړې۔ کېمپ كښې د 4368 رنځورانو معائنه وكړې شوه كومو كښې چې 767 سړي ٬ 1774 مېرمنې او 1827 كوچنيان شامل وو

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں