خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اومان د اوقاف او مذهبي چارو وزير شېخ عبدالله سالمي سره ملاقات

image

اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اومان د اوقاف او مذهبي چارو وزير شېخ عبدالله سالمي سره مسقط كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال اسلامي نړۍ ته په پیښو ستونزو٬د منطقې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان او اومان يو بل سره پخوانۍ مذهبي٬كلتوري او تهذيبي اړيكې لري۔ده ووئيل په اومان كښې د مذهبونو ترمينځه همغږي د ستائنې وړ ده او اسلام هم د دې درس وركوي۔دواړو مشرانو د پاكستان او امان ترمينځه د علمي پلايو په تږ راتږ هم تفصيلي خبرې وكړې

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں