كه نن بھټو صاحب ژوندې ؤ نو هغه به هم د پيپلز ګوند د كرپشن په ضد د احتجاجې مارچ اعلان کولې

image
APP69-31 ISLAMABAD: January 31 – Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي كه نن بھټو صاحب ژوندې ؤ نو هغه به هم د پيپلز ګوند د كرپشن په ضد په ضد د احتجاجې مارچ اعلان کولې، كه پیپلز ګوند د عدالتونو احترام کوي نو بيا احتجاج د چا په ضد او ولي كوي ؟ يواځې د بھټو صاحب خپلولي او د بينظیر بھټو نامه به تر څو خرڅوي او خوري؟ وېناګانې ، چغې او دهړكې هغوي د احتساب څخه نه شي بچ كولې۔ د زيارت په ورځ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن په خپل يو بيان كښې ووئيل كه د کرپشن نشه كوونكو درملنه كېږي نو هغوي مزاحمت خو كوي،ښه به وي چې دوي د خپل كرپشن په ضد احتجاج وكړي۔ده ووئيل پیپلز ګوند د ذوالفقارعلی بھټو سره يواځې دومره تعلق لري څومره چې نواز شریف د مسلم لیګ او قائد اعظم محمد علی جناح سره لرې، ده ووئېل يواځې د بھټو صاحب سره خپلولي او د بينظیر بھټو نامه به تر څو خرڅوئ او خورئ؟ ده ووئيل بھټو صاحب خو دوي ته د کرپشن لپاره نه ؤو وئيلي بيا د هغه نامه ولي اخلې او د کرپشن حساب وركولو څخه تښتي؟ ده ووئيل هغوي دې ضرور سړكونو ته راشي ٬ قام به د هغوي حساب پخپله وكړي، ده ووئېل د وړاندې څخه د ابو بچ كولو ټرين مارچ ناكامه شوې۔ده ووئيل د اولس خوښۍ نه لرلو په سبب ورته د کاروان بھټو نامه وركولو هڅه شوې، ده ووئېل د بھټو نظریاتی او رښتنې پیروکار د کرپشن سره ملګرتيا كولو له چمتو نه دي

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں