د وزيراعظم آفس په يو فلور محدود برخه كښې په لګېدلې اور قابو موندلې شوې

image

اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) د وزيراعظم آفس په يو فلور محدود برخه كښې د ګل په ورځ په ممكنه توګه شارټ سركټ له امله د اور لګېدلو پیښه رامخې ته شوې خو په وزيراعظم آفس كښې د اور وژلو موجود آلات او فائر برېګېډ په وخت كاروائي سره په اور قابو موندلې شوې۔د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم آفس ټول ملازمان محفوظ دي۔د اطلاعاتو له مخې د اور له امله فرنتيچر او دستاويزات ته كوم زيان نه دې رسېدلې

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں