خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د سوئټزر لینډ خارجه وزير ایګنازیو کاسېس سره تيلي فوني تماس

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د نړيوالې ميډيا او بشري حقونو تنظیمونو د اړخه راغلي راپورونه د تشویش وړ دي، هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې يو اړخيزه اقدامات د نړيوال قوانین او ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو خلاف ورزي ده۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د سوئټزر لینډ خارجه وزير ایګنازیو کاسېس سره تيلي فوني تماس پھ مهال وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو پشمول سيمه كښې د امن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ خارجه وزير د سوئټزر لينډ خپل همڅنګ د هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې يو اړخيزه اقدامات او د هغې د مضمرات څخه خبر كړو۔ده ووئيل هند د 5 اګست څخه مقبوضه جمو او کشمیر بشپر لاك ډاؤن كړې۔ ده ووئيل نړيوالې ميډيا او د بشري حقونو تنظیمونو د اړخه راغلې راپورونه د تشویش وړ دي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې يو اړخيزه اقدامات د نړيوال قوانین او ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو خلاف ورزي ده۔ د سوئټزرلینډ خارجه وزير په دې ټول صورتحال د تشویش څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ د دې ټول صورتحال جاج اخلو، بايد سيمه كښې تاؤ ترېښوالې كمولو له ډلې چارې د خبرو اترو د لارې حل كړي

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں