وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د هزاره موټروے د فېز ټو پرانسته كوي۔ صالح محمد خان سواتي

image

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وفاقي پارلماني سېكتر صالح محمد خان سواتي وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د هزاره موټروے د فېز ټو پرانسته كوي٬ د هزاره موټروے پروژه د حكومت لخوا د هزاره اولس لپاره ډالې ده۔ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د 180 كلوميټره هزاره موټروے دوه برخې ترسره شوې دي او دريمه برخه به ئې د كال 2020م د مارچ ترمياشت ترسره شي۔ دا پروژه د 34 اربه روپو په لګښت ترسره كېږي ٬ په دې كښې 47 پلونه او 6 سرنګونه شامل دي۔ دې پروژې سره به سېلګري هم وده وكړي۔ د پرانستې په دستوره كښې به د خېبر پښتونخوا ګورنر٬ وفاقي وزيران٬ د قومي او صوبائي اسمبلې غړي ګډون كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں