حضرت محمد مصطفیٰ ؐ د ولادت ورځ په مذهبي عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه

image

اسلام آباد۔10 اکتوبر(اے پی پی) د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفی (ص) د ولادت ورځ په مذهبي جذبه ٬ عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه۔ د عيد ميلاد النبي (ص) په موقع د مذهبي چارو وزارت دوه ورځنے نړيوال سيرت مصطفی كنفرنس وكړے شو ۔ وزیراعظم شهباز شريف په لاهور كښې سيرت كنفرنس ته خطاب وكړو۔ د اسلام آباد پشمول په ګرد هېواد كښې د نبي كريم (ص) د ولادت ورځې په موقع په بشپړه ډول د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له ځانګړي انتظامات شوي وو۔ د ګردې نړۍ په پاكستانو سفارتخانو او فارن مشنز كښې هم د سيرت طبيه په بېلو اړخونو رڼا اچولو له سيرت كنفرنسونه وكړے شول۔ په قومي او صوبائي كچه د زده كړو په ټولو ادارو كښې د سيرت النبي پروګرامونه وشول په كومو كښې چې د زده كوؤنكو ترمينځه د نعتونو او تقريرونو سيالۍ وشوې۔ په دې مهال د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعاګانې هم وغوښتلې شوې۔ په نجي كچه د ميلاد النبی ؐ لاريونونه وويستلے شول ۔ سركاري او نجي ودانۍ روښانه او كورونه ٬ كوڅې او بازارونه سنګار كړے شوې وو ۔ د ربيع الاول په 12 مه نېټه سهار د ورځې اغاز په وفاقي پلازمينه كښې د 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامي نه وشو۔ په ټي وي چېنلونو په دې مهال د معمول پروګرامونو په ځاے د حضور نبي كريم (ص) تعليمات رامخې ته كولو له پروګرامونه ترتيب كړے شول او په ورځپاڼو كښې خصوصي اېډيشن شائع كړے شول۔ د ګرد هېواد په ټولو وړو لويو ښارونو او كليو كښې د ميلاد النبي لاريونونو او جوماتونو كښې د خصوصي محفلونو امنيت لپاره خصوصي انتظامات شوي وو

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں