اسلام آباد۔23اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټول پاكستاني اولس او حكومت لخوا د چين صدر شي جن پنګ ته درېمې مودې لپاره د چين د کانګرس ګوند (سي پي سي) د جنرل سېکرټري په توګه په يو وارې بيا ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل دا ټاكل كېدل د چين د اولس خذمت لپاره د شي جن پنګ د زيركې رهبرۍ او د ده پرله پسې او په زړه پورې هڅو ته د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كولو څرګندونه ده۔(MWA/MWA/1515)