اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي عمران نيازي خطرناكه لوبه كوي٬د بې بنسټه تورونو لګولو په ځاے دې د جوډېشل كمېشن پلټنو ته انتظار وكړے شي۔د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل عمران نيازي د ارشد شريف قتل د خپل ناوړه سياست لپاره كاروي او په رياستي ادارو شكونه كوي۔ده ووئيل عمران خان له د صبر څخه كار اخستل پكار دي او د بې بنسټه تورونو لګولو په ځاے دې د جوډېشل كمېشن پلټنو ته انتظار وكړے شي