د بريس پروګرام له مخې يو نيم ارب ډالره پور پاكستان ته ترلاسه شو۔د خزانې وزير

image

اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي د بريس پروګرام له مخې يو نيم ارب ډالره پور پاكستان ته ترلاسه شو۔د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل الحمد الله اېشين ډوېلپمنټ بېنك د بريس پروګرام له مخې د پاكستان لپاره د يو نيم ارب ډالره قرض په سټېټ بانك كښې د پاكستان حكومت اكاؤنټ ته منتقل كړے ۔د يادونې وړ ده د اوسني سېلاب او په رسد كښې د خنډانو په تناظر كښې د سماجي تحفظ٬غذائي سلامتيا ودې او د خلقو لپاره د روزګار موقعو په وركولو كښې د مرستې په لړ كښې بنك د پاكستان لپاره د 1.5 ارب ډالره مالي مرستې منظوري وركړې وه۔د آسيائي پرمختيائي بانك بلډنګ ریزیلینس ود ایکټو کاونټر سائکلیکل ایکسپینډیچرز (بریس ) پروګرام له مخې وركړے شوے معاونت به د پاكستان حكومت لخوا د يوكرين بحران پشمول د شاكس مخ نيوي د 2.3 ارب ډالر په پروګرام عملدرآمد له مرستياله ثابت شي۔د اېشين ډوېلپمنټ بانك اوسنۍ مرستې سره به د كيش مرستې ترلاسه كولو كورنيو شمېره 7.9 ملين نه زياته شي۔دې مرستې سره به پرائمري او سيكنډري سكولونو كښې د داخلېدونكو ماشومانو شمېره زياته٬حامله٬ د پيې وركوونكو مئيندو او ماشومانو لپاره د روغتيا خذمات او خوراك وركولو كورېج زياتولو له هم مرسته ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں