اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د موجوده حكومت وړومبۍ ترجيح په هېواد كښې معاشي بدلون او استحكام راوستل او د قامي پرمختګ سفر بيا پېل كول دي٬ په كال 18-2017 كښې هېواد تر 2025 د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې د شاملولو هدف ته نزدې ؤ ٬په كال 2018 كښې د عمران خان حكومت د هېواد معيشت تباه كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې د سباؤن سماجي اقتصادي روډ مېپ پاكستان آوټ لك 2035 پېل كولو په اړه د اعلٰی كچ غونډه كښې كړې۔ده ووئيل وزارت به د پاكستان سباؤن پرمختيائي منظرنامې تعمير په اړه ډېر زر په يو جامع سټډي پاكستان آوټ لك 2035 باندې كار پېل كړي كومه به چې د موجوده معاشي بحران په رڼا كښې د چېلنجونو جاج اخلي او په ځانګړې توګه به د معيشت په څانګو كښې د هېواد د تندرفتاره سماجي اقتصادي پرمختګ لپاره پالېسو سازو له د نړيوالو چېلنجونو له مخې د انتخاب نشاندهي كوي۔د پاكستان آوټ لك 2025 په اهميت رڼا اچولو سره احسن اقبال ووئيل د وړومبۍ ورځې څخه مونږ هېواد كښې معاشي بدلون او استحكام راوستو د قامي پرمختګ سفر بيا كړے دے۔په دې موقع په غونډه كښې چيف اكانومسټ نديم جاوېد ووئيل صحت او د تعليم په اړه به د وخت نه وړاندې اندازه لګول وي چې د زياتې شوې آبادۍ او وسائلو كمي په رڼا كښې مونږ ته د كومو نوو آسانيو او عملې ضرورت دے٬دا يواځې د دې ډول تشخيص په بنياد كېږي چې مونږ موجوده بشري او مادي وسائل په ښه ډول استعمالولې شو او دا ډول نوې آئيډياز متحرك كولې شو