زمونږ هېواد په نړيوال ماركيټ كښې يو غوره او د ټېكنالوجۍ په لحاظ سره د جديدو فضائي او زمكيزو آلاتو نندارتون كړے۔ د دفاعي پېداوار وفاقي وزير محمد اسرار ترين د آئيډياز 2022 د پائې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير محمد اسرار ترين وئيلي دي زمونږ هېواد په نړيوال ماركيټ كښې يو غوره او د ټېكنالوجۍ په لحاظ سره د جديدو فضائي او زمكيزو آلاتو نندارتون كړے٬ د دفاعي څانګې په يو شمېر اړخونو كښې مو په وياړ سره خودكفالت ترلاسه كړے۔ د جمعې په ورځ په ايکسپو سينټر کراچۍ كښئ د آئيډياز 2022 د پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د آئيډياز 2022 مقصد د خپلو مصنوعاتو نمائش٬ په نړيواله كچه د لوي ون يونټ منصوبه بندي او تابيا لپاره د خپلو تنظيمي صلاحيتونو څرګندونه كول او په منطقه كښې په امنيتي مسئلو خپل خيالات رسولو لپاره يو ښه نړيوال پلېټ فارم وركول وٶ۔ ده ووئيل د موجوده ماحول له مخې د آئيډياز 2022 په کاميابې تابيا پاكستان د يو جديد ٬ ترقي پسند او د روادار رياست په توګه د تشخص جوړولو څرګندونه ده كوم چې نړيوالې ورورولۍ سره په سوله ايز ډول پاتې كېدو له چمتو دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د آئيډياز 2022 د تابيا ټول هددفونه سر كړي٬ د 64 هېوادونو څخه نزدې 285 غېر ملكي دفاعي پلاويو په نندارتون كښې ګدون كړے چې ترې د نمائش د اهميت او كاميابۍ اندازه كېږي ٬ دده ووئېل آئيډياز 2022 په سائيډ لائن د 30 نه په زياتو اېم او يوز لاسليك شوے۔ ده په دې خبره هم رڼا واچوله چې د غېر ملكي استازو د لارې به نړۍ ته يو ښه پېغام وركړے شي چې پاكستان يو سوله ايز هېواد دے او ډېر په منظم ډول د غوره دستورو د تابيا كولو تنظيمي صلاحيتونه لري۔ په دې موقع مېجر جنرل محمد عارف ملك هم ميډيا ته بريفنګ وركړو۔ د دې نه پس نندارتون كښې ګډون كوونكو ته سندونه او اېوارډز هم وركړے شول

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں