لوك ميله اسلام آباد كښې د زرګونو په شمېر د خلقو ګډون٬خېبر پښتونخوا پوېلېين كښې د مارګلې د غرونو يخنۍ او د رباب ټنګ خلق د كباب په كړهي ورمات كړل

image

اسلام اباد ۔28 نومبر (اے پي پي )د لوك ورثه اسلام اباد د سېوري لاندې كلنه قامي لوك مېله كښې نن د ګل په ورځ هم د خلقو په ګڼ شمېر راتګ هغسې دوامداره ؤ ٬ د هېواد د هرې سيمې د كلتور په زړه پورې نندارې له د اسلام اباد ځائي وګړو بشمول خلق د لرې لرې نه مېله كښې ګدون لپاره راروان دي٬ د اسلام اباد په زړه پورې فضاﺀ كښې او د شكر پړيا په سپرلي خيزه سيمه كښې د څلورو واړو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او ازاد جمو و كشمير كلتوري پوېلين جوړ كړے شوي چې پكښې د هغه ځائ كلتور سره تعلق لرونكې څېزونه اېښودلے شوي ٬ د موسېقۍ الات سره اولسي ګداګانې او د لاس جوړ څېزونه د مېلې خاصيت او مناظر لا زياتوي ۔ په خېبر پښوننخوا پوېلېن كښې د مارګلې د غرونو يخنۍ او د رباب ټنګ راغلي خلق د كباب په كړهي ورمات كړي او دغلته زياته ګڼه ګوڼه تر نظره شوې ٬ په دې مېله كښې كه يو خوا د پاكستان اولس خوښي لري نو بلخوا غېر ملكيان مېلمانه هم د مېلې او د پاكستان كلتور څخه خوند اغستو او علمې تندې ماتولو لپاره د چا نه ورستو نه دي پاتي۔ ياد دې وي دا لوك مېله هر كال منغقد كولې شي او دا ځل به تر لسو ورځو دوام لري ۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں