اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 39 كېسونه رپورټ شوي ٬ دغسې د مثبت كېسونو شرح 0.54 پاتې شوې ده۔ د شورؤ په ورځ د نېشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ ( اېن آئی اېچ) لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 7 زره 221 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 39 كسانو ټېسټونه مثبت راعلي دي چې ورسره د كورونا ټېسټونو مثبت شرح 0.54 پاتې شوه۔ بلخوا د دې رنځ د لاسه بل كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 29 رنځورانو حالت د اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلو ښارونو كښې پېښور كښې 413 ټېسټونو كښې د 9 په مثبت راتللو مثبت شرح 2.18 ٬ لاهور كښې 635 ټېسټونو كښې د 12 په مثبت راتللو مثبت شرح 1.89 او اسلام آباد كښی په 429 ټېسټونو كښی د 2 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.47 پاتې شوه۔ دغسې په كراچۍ كښې په 1 زر 338 ټېسټونو كښې د 9 كسانو ټېسټونه مثبت راغلل چې ورسره مثبت شرح 0.67 پاتې شوه۔