پاکستان كښې افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته راوغوښتلے شو ٬ كابل كښې د پاكستان مشن په هېډ د بريد په پېښه ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شو

image

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د افغانستان ناظم الامور خارجه دفتر ته راغوښتلے شوے او په كابل كښې د پاكستان مشن په هېډ د بريد په پېښه ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے ٬ پاکستان د پېښې په سمدستي توګه د پلټنو غوښتنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وئيلي دي په كابل كښې د جمعې په ورځ د پاكستان مشن په هېډ بريد شوے چې پكښې سكېورټي ګارډ ژوبل شوے۔ وياندې ووئيل افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته راغوښتلے شوے او د ډزو په پېښه ورته احتجاج رېكارډ كړے شوے او د افسوس وړ پېښې په سمدستي توګه د تحقيقات ترې مطالبه شوې۔ وياندې ووئيل افغان چارواكو د امنيت باوري كولو باور راكړے او د پېښې نه پس په كابل كښې د سفارت امنيت ښه كړے شوے۔ وياندې ووئيل د پاكستان سفارت بندولو يا عمله د بېرته رابللو خبرونو كښې صداقت نشته٬ كابل كښې د پاكستان پشمول د نورو سفارتي مشنز امنيت هم ټېنګ كړے شوے۔ وياندې ووئيل د افغانستان عبوري حكومت د خارجه وزير زمونږ ناظم الامور سره خبره شوې او د ذمه وارو په سمدستي توګه د نيولو ئې باور وركړے

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں