د وزيراعظم شهباز شريف د سندھي كلتور ورځې په موقعه د سندھ اولس ته مباركي

image

اسلام آباد۔4 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سندھ اولس ته د دوئي د كلتور ورځې په مهال مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ د سندھي كلتور ورځې په موقعه په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل له زرګونه كاله راهېسې سندھي تهذيب نه يوازې دې منطقې بلكې انساني تهذيب ته د خپل كلتور دلارې يو په زړه پورې ښكلا وركوي۔ نن د باب الاسلام سندھ كلتوري ورځ ٬ پاكستان كښې د وفاقي د يوې اكائۍ د ښكلا رامخې ته كولو ورځ ده۔ وزیر اعظم وويئل زه ټولو سندھي وروڼو او خوېندو ته په دې ورځ د زړه له كومي څخه مباركي وركوم۔ د ننۍ د اتوار ورځ په سندھ صوبه او د ګرد هېواد په بېلو سيمو كښې د سندھي كلتور ورځې په توګه لمانځلې شي۔

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں