اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د اوبو او توان تحفظ لپاره د خپلو رويو بدلولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي چې د دې په نتيجه كښې پاکستان خپلې مالي او اقتصادي ستونزې كمولې شي٬ ماښام كاروبار زر بندولو سره مونږ د دريو نه تر څلورو زره مېګاٶاټ برېښنا بچت كولې شي٬ او د اوبو كوچنۍ او لوے ذخيرې جوړولو سره د باران او د سېلاب اوبو ساتلو سره دا اوبه خور او نورو مقاصدو لپاره استعمالولې شو۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه ده زيارت په ورځ د سسټين ايبل ډويلپمنټ پاليسي انسټي ټيوټ (اېس ډي پي آئي) 25م پائيدار ترقي کنفرنس ته خپلې وېنا كحې وكړې۔ په کنفرنس كښې سفيرانو او نړيوالو استازو هم ګډون كړې۔ صدر مملکت ووئيل زمونږ د رويو هدف ښځله كښې كمې او غېر ضروري خواهشاتو خاتمه كولو پلو ګرځول پكار ده٬ مونږ له د الله او د رسولۖ مينې نه علاوه خپله د خپلې كورنۍ ٬ ګاٶنډيانو٬ انسانيت او قام سره سره د نورو قامونو او د ټولو زنده سرو او د جماداتو نه د كركې په ځائ د مينې مذهب او په اسلامي اقدارو آډانه د ښه ژوند كولو هڅه پكار ده۔ صدر ډاکټر عارف علوي د تباه كن سېلاب نه پس مونږ د ځپليو سيمو او د هېواد په زياتره سيمو كښې د بحالۍ كارونه كوٶ٬ مونږ له د موسمياتي بدلون د متوقع بدلونو له مخئ تياري او قوي معاشره جوړولو ته اړتيا ده كومه چې په ماحول كښې د رامخې ته شوې بدلون خپلولو او د موسمياتي بدلون او د ګلوبل وارمنګ له امله د قدرتي آفتونو په كاميابۍ سره د مقابلے كولو جوګه شي۔ده ووئيل مونږ له خپلو رويو كښې بدلون او ټائم لائن لپاره بشپړه عزم ته ضرورت دے٬ كومې ته چې فې الحال نړۍ تياره نه ده۔ ده ووئيل نړۍ د زيات پېداوار تخمونو٬ د اوبو محفوظ كولو موثره تكنيك، مائيکرو نيوټرينټس وركولو لپاره د مصنوعي ذهانت استعمال د لارې د خوراك په فروانۍ په دور كښې داخل شوې ده چې له مخې ئې پاكستان كښې هم په زياته كچه د خوراك پېدا كولو صلاحيت موجود دې٬ په دې په لوږه آسانۍ سره قابو موندلې كېدې شي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان د کرونا وبا په مهال بيا بيا د لاس ونېځلو٬ سماجي لريوالي او د نورو بندېزونو پېغام وركولو سره د سيمه ايزو هېوادونو په مقابل كښې زيات ښه او په سائنسي ډول په وبائي رنځ قابو موندلو كښې كامياب شوې٬ ده ووئيل وبائي رنځونه په سباٶن كښې زيات خپرېدې شي۔ د دې نه وړاندې د اېس ډي پي آئي بورډ آف ډائرېكټر چيئرمېن شفقت کاکا خېل د استقباليې خطبه وړاندې كړه