خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به د جولائي په دوېمه او درېمه نيټه د جاپان سركاري دوره كوي۔ خارجه دفتر

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به د جاپان خپل همڅنګ يوشيماسا هاياشي په بلنه د جولائي په دوېمه او درېمه نيټه د جاپان سركاري دوره كوي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په پرېس كنفرنس كښې كړې۔ دې ووئيل چې خارجه وزير به په ټوکيو كښې د جاپان خارجه وزير يوشيماسا هاياشي سره اهمې خبرې اترې كوي٬ دواړه خارجه وزيران به د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ، سائنس او ټيکنالوجي، تعليم، انفارمېشن ټيکنالوجي، كلتور او د بشري وسائلو په پرمختګ د خيالاتو څرګندونه كوي٬ د دې نه علاوه به دوي په اهم سيمه ايز او نړيوال پېشرفت٬ په ګڼ اړخيزه فورمز كښې په مرسته او مكالمے هم د خيالاتو څرګندونه كوي

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں