وزيراعظم شهباز شريف حاجيانو٬ پاکستانيانو او اسلامي نړۍ ته د حج مباركي وركړه

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف حاجيانو٬ ټولو پاکستانيانو او اسلامي نړۍ ته د حج مباركي وركولو سره دعا وكړه چې د پاکستان ټولې معاشي ستونزې دې ختمې كړي ٬ پاكستان دې د پرمختګ په لاره روان كړي او دا دې د امن او خوشحالۍ مركز جوړ كړي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل په مکه مکرمه كښې د حج فريضه ادا كولو سره د لكهونو په شمېر حج كوٶنكو٬ ټولو پاكستانيانو او اسلامي نړۍ ته د حج كال 1444ھ مباركي وړاندې كوم۔ ده ووئيل زه د حج په موقع د رب كائنات په بارګاه كښې لاس په دعا يم هغه دې د پاکستان ټولې معاشي ستونزې دې ختمې كړي ٬ پاكستان دې د پرمختګ په لاره روان كړي او دا دې د امن او خوشحالۍ مركز جوړ كړي۔ ده ووئيل زه د حج په دې مقدس موقع دا هم دعا كوم چې لوي څښتن دې د اسلامي نړۍ په خاص توګه زمونږ د كشميري او فلسطيني وروڼو خوېندو ټولې ستوزې ختم كړي۔ آمين

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں