آئي اېم ايف د تباه شوي معيشت بهترۍ لپاره آخري موقع وركړه۔ ډاکټر مرتضيٰ مغل

image

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پاکستان اکانومي واچ صدر ډاکټر مرتضيٰ مغل وئيلي دي چې آئي اېم اېف د قرضې منظورۍ سره د پاكستان د تباه شوي معيشت بهترۍ لپاره آخري موقع وركړې ده٬ آئي اېم اېف د معاشي بحالۍ روډ مېپ ھم وركړې دې په ھغې بشپړه عملدرآمد ضروري دي۔ ډاکټر مرتضيٰ مغل خپل بيان كښې وئيلي دي چې د جولائي په نيمائي كښې د آئي اېم اېف د بورډ لخوا د پور د منظورۍ امكان دې خو د دې نه وړاندې د كاروباريانو باور په ځائ كېږي او د نړيوالې ورورولۍ او غېر ملكي سرمايه كارو په نظر كښې د پاكستان عزت هم بهتر كېږي۔ ډاکټر مغل ووئيل اوس به پاكستان نړيوال بېنك، آسيائي پرمختيائي بېنك٬ سعودي عرب، عرب امارات او چين څخه نورې قرضې ترلاسه كولې شي چې په مرسته به ئې غېر ملكي قرضه واپس كړې شي۔ ده ووئيل د موجوده حکومت نه پس به نګران حكومت له هم د آئي اېم اېف د پلان له مخې كار كول وي دغسې چې معاملے د بهترۍ پلو ته لاړې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف درې ځله د آئي اېم اېف مشر سره په ټېلي فون خبر كړې او درې ځله د ملاقات له امله د قرضې لاره هواره شوې او هېواد د ديواليه كېدو نه بچ شوے دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں