کراچی۔28 اګست(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د هېواد په بېنكاري ادارو زور راوړے دے چې هغه دې د مېرمنو مالي شموليت لا زياتولو سره سره بېنكنګ سېكټر كښی صنفي مساوات باوري كولو له اقدامات وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس سندھ كښې د بېلو بنېكونو نمائندګانو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په غونډه كښې د مېرمنو او خصوصي وګړو مالياتي شموليت او دوئي ته د روزګار او مالیاتی موقعو وركول باوري كولو سره په اړوندو اقداماتو د پېشرفت جاج واخستې شو۔ د جاج غونډه كښې د سټېټ بېنك آف پاكستان اعلی چارواكو او د بېلو كمرشل بېنكونو چیف اېګزېکټو آفیسرز ګډون وكړو۔ په اقتصادي هلو ځلو كښی د مېرمنو فعال ګډون د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري ګرځولو سره صدر ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې د تېرو كلونو په مقابله كښې په بېنكونو كښې د اكاونټ پرانستونكو او د بېنكنګ سېكټر په ملازمتونو كښې د برخه اخستونكو مېرمنو شمېره كښې زياتوالې رامخې ته شوې دې۔ ده ووئيل صنفي مساواتو ته وده وركولو او په بېنكنګ سېكټر او نور معاشي هلو ځلو كښې د مېرمنو او معذور وګړو شموليت له به زيات اقدامات كول وي۔ ده ووئيل په بېنکنګ سېکټر كښې خصوصي وګړو لپاره ملازمتونه رامخې ته كېدې شي او بېنك اكاؤنټس پرانستل لا آسان جوړېدې شي۔ صدر ېنكونو ته ووئيل چې هغه دې د خپلو صارفينو بېنكنګ مسئلې زر تر زره حل كړي۔ د سټېټ بېنك عهدېدارانو او كمرشل بېنكونو مشرانو صدر ته ووئيل چې برانچ لېس بېنکنګ، د اكاوڼت پرانستلو عمل آسانولو ٬ په خاص توګه مېرمنو او خصوصي وګړو لپاره په بېنكونو كښې د ملازمتونو رامخې ته كولو او نورو اقداماتو په نتيجه كښې د مېرمنو اکائونټس هولډرز په تناسب كښې اضافه شوې ده۔ په دې موقعه دا هم ووئيلې شوو چې بېنكنګ سېكټر كښې د معذوروه وګړو 2 فيصده كوټه هم باوري كولې شي۔