اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم معائنه كمېشن (PMIC) د پي اېس ډي پي ترمخه اسلام آباد سېكټر اېچ-16 كښې د ماډل زندان جوړولو پروژې د عمل درآمد په صورتحال د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره د پروژې زر تر زره د بشپړولو سپارښتنه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د معائنه كمېشن غړي انجينئر عامر حسن په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د پبلك سېكټر ډويلپمنټ پروګرام (PSDP) ترمخه اسلام آباد كښې په اېچ 16 كښې د ماډل زندان جوړولو د منصوبې جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د PMIC ډائريكتر محمد صالح ناريجو، د كورنيو چارو وزارت، د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وزارت، د هاؤسنګ او وركس وزارت، د پاكستان پبلك وركس ډيپارټمنټ (PKPWD)، د نېشنل هائي وے اتھارټي (NHA) افسرانو ګډون كولو۔ دغسې په غونډه کښې د اسلام آباد کیپیټل ټریټري ، د سي ډي اے، د آر ډي اے اتهارټي او د پنجاب زندانونو څانګې چارواکو آن لائن ګډون كولو ۔په غونډه كښې د پي ايم آئي سي ممبر ووئيل منصوبه كښې د پېش رفت په اړه د عملدرآمد رپورټ به وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔