نګران وفاقي وزير ډاکټر نديم جان په ډاکټر عبدالرحمن ترسره شوے بريد وغندلو

image

اسلام آباد۔19جنوري (اے پي پي) د صحت نګران وزير ډاکټر نديم جان په باجوړ كښې د پوليو په ډاکټر عبدالرحمن د ترسره شوي بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې د پوليو په چارواكي بريد د افسوس ور دے۔ د جاري بيان له مخې ده ووئيل چې د بريد اطلاع په ترلاسه كېدو مو د ډاكټر عبدالرحمان كورنۍ سره تماس ونيولو او غوره طبي آسانيو لپاره مو د هغه اسلام آباد ته د منتقل كولو امر وكړو خو ھغه د زيات ژوبل كېدو له امله اسلام آباد ته رارسېدو څخه وړاندے شهيد شو۔ ده ووئيل د ډاكټر عبدالرحمان وژونكي به انصاف سره مخ كولو سره د عبرت نخښه جوړولې شي۔ ده ووئيل دا ډول بزدلانه كاروائي زمونږ عزم او جذبه كمزورې كولې نشي۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں