مونږ له به د كشمير مسئله په هره كچه رامخې ته كول وي۔ زلمې كول هم بايد ددې مسئلې څخه ښه خبر وي۔ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان خطاب

image

اسلام آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي مونږ له به د كشمير مسئله په هره كچه رامخې ته كول وي۔ زلمې كول هم بايد ددې مسئلې څخه ښه خبر وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده دخالي په ورځ درفاہ انسټی ټیوټ آف پبلک پالیسی او سنټر آف پیس اېنډ سوشل سټډیز ترسېوري لاندې كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د بشري حقونو كونسل راپور جائزې په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله به مونږ له خپل ګرېوان كښې كتل وي چې مونږ د خپل صلاحيت او استعداد لمخې د كشمير په آزادۍ كښې څومره كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل دا خبره شوې چې كشمير له به آزادېدل وي۔ اوس مونږ له به دا پرېكړه كول وي چې دا مونږ آزادوو يا زمونږ راروانو نسلونو له دا كارنامه كول دي۔ ده ووئيل چې زمونږ عسكر لائن آف كنټرول ته ځي نو دده مقصد د هېواد او قوم لپاره د ځان قرباني وركول وي ولې هندي عسكر دځان قرباني وركولو نه وېرېږي۔ ده ووئيل هند د پاكستان خاورې ته د يو انچ ننوتو جراﺀت هم نه لري۔ ده ووئيل نرېندر مودې دې مذاكرات زمونږ كمزوري نه ګرځوي۔ زمونږ پوځ د هر ډول جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په جدي توګه حل له مې وړاندې هم عمران خان سره خبرې كړې او بيا به ئې هم كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګڼدا پوري يو صلاحيت لرونكې وګړې دې۔ دې به د كشمير په لړ كښې په زړه پورې كردار ترسره كړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں