د وزيراعظم عمران خان د اولنو 100 ورځو حكومتي كاركردګۍ په اړه په اړه دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د موجوده حكومت د اولنو 100 ورځو كاركردګۍ او د سباؤن لائحې اعلان كولو سره وئېلي دي د رحمدلۍ٬د خدائے يره او د احساس جذبه لرونكې د مدينې رياست ځان ته مخې ته كولو سره د ټولنې د بې وزلۍ او د كمزورو ډلو حالت ښه كولو ته پام لرنه كوو ٬په اولنو 100 ورځو كښې زمونږ هڅه وه چې كومه هم تاريخي پالسي جوړه كړو هغه دې د عام وګړي په ګټھ وي۔په بدعنوانۍ قابو موندلو سره پاكستان د پرمختګ په لاره روانول او بې وزلۍ څخه خلاصولې شوو ٬ د بې وزلۍ ځنځير شلولو له د يوې بشپړې منصوبې ترمخه د غربت كمولو اتهارټي جوړوو۔د زيارت په ورځ كنونشن سنټر كښې د حكومت 100 ورځو كاركردګۍ په اړه دستورې ته خطاب كښې وزيراعظم عمران خان په معاشي صورتحال د ټولنې د وبې وزله او كمزورې طبقې ښه والي٬د كرپشن٬خاتمې٬خارجه پالېسۍ٬كركيلې صنعت او سېلګرۍ پشمول په بېلو څانګو كښې د حكومت په كاركردګۍ بشپړه رڼا واچوله ۔وزيراعظم ووئيل په تېرو سلو ورځو كښې ما او زما حكومت د لوے څښتن د نبي پاك(ص)د مدينې رياست نمونې تر مخه د ټولنې كمزورې طبقې خېرښېګړې پلو خپل پام ګرځولې۔ده ووئيل د لوے څښتن پېغمبر(ص)چې كومې پالېسۍ جوړې كړې وې هغه د بې وزله كسانو٬كنډو٬يتيمانو او مسكينانو لپاره وې٬وزيراعظم ووئيل د ځناورو او انسانانو په ټولنه كښې فرق وي٬د ځناورو په ټولنه كښې د طاقت اصول چلېږي او د انسانانو په ټولنه كښې رحم او انصاف وي۔وزيراعظم ووئيل په تېرو 100 ورځو كښې مونږ هڅه كړې چې مونږ كومې هم پالېسۍ جوړو هغه د عام وګړي لپاره وي چې ورسره كمزوري طبقات راوړاندې شي۔وزيراعظم ووئيل د هېواد لاندې طبقو او بې وزله راپورته كولو له د مدينې د رياست پيروي كوو٬ده په فټ پاته د اوده كېدونكو خواري كښو او د هغوي د اولاد د عكسونو حواله وركولو سره ووئيل زما په وېنا په لاهور كښې د سر سېوري نه محرومه او په لارو كوڅو كښې اوده كېدونكو خلقو لپاره استوګنې جوړ كړې شوي ۔په دې لړ كښې د پنجاب اعلٰی وزير زر تر زره د 5 استوګنو جوړولو ځاې په ګوته كړې٬په پېنډۍ او كراچۍ كښې به هم دغسې استوګنې جوړوو٬د اسلام آباد كمشنر هم ځاې خوښ كړی٬ ده ووئېل پخوا حكومتونو د داسې خلقو په حقله سوچ نه وو كړې۔وزيراعظم په دې مهال د غريبۍ ختمولو اتهارټي جوړولو اعلان كولو سره ووئيل د دې اتهارټي ترمخه به خلق د غربت څخه خلاصولو له يوه كوټلې تګلاره جوړولې شي۔د سټينډرډ ګروت مسئلې لپاره مونږ 40 لكه اميدوارو مېرمنو او كوچنيانو ته د متوازن خوراك وركولو پروژه لرو چې ورسره به په مسئله قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي٬دا پروكرام به هم د غريبۍ ختمولو اتهارټي د سيوري لاندې وي٬ده ووئيل د غريبانانو لپاره د سود نه غېر قرض وركولو او د كورونو جوړولو لپاره حكومت د غېر سركاري تنظيم ٬٬اخوت ٬٬ له پنځه اربه روپۍ وركړې ٬مونږ به په سباؤن كښې هم دغسې ګامونه پورته كوو ۔ده ووئيل داسې به زكواة ٬ بي آئي اېس پي٬بېت المال او نورې ادارې هم د دغې اتهارټي ماتحت كولې شي د كومې به چې ډېر زر پرانسته وكړې شي۔وزيراعظم ووئيل بي آئي اېس پي له پراختيا وركوو٬په پنځو كلونو كښې به 324 اربه روپۍ خلقو له وركوو٬د پاكستان په كلي والو سيمو كښې د غريبۍ شرح زياته ده٬مونږ وړو كروندګرو له هم آسانۍ پېدا كولو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل كرونډګرو له پوهه٬ټېكنالوجي٬مالي مرسته او د علم ترمخه هنر وركولو ته پام لرنه كوو دغسې كروندګرو له به مونږ خاص مالي اعانت وركوو ځكه چې دا داسې كروندګر دي څوك چې د علم٬ټېكنالوجۍ او د وسائلو كمي په سبب لږ پیداوار اخلي۔ ده ووئېل د داسې كروندګرو په مرسته كولو به پېداوار زيات شي چې ورسره به زمونږ برآمدات هم زيات شي۔ده ووئيل كروندګرو له مونږ نوې مشينري وركوو٬د ليزر مشينرۍ كارولو سره اوبه لګې كارولې كېږي٬د هند سره د دوستۍ او ښو اړيكو جوړولو په نيت كښې هم مونږ د غريبۍ خاتمه يو بنيادي عنصر ګڼو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت پېل كېدو سره به روزګار زيات شي او مونږ به د خپلو لاندې طبقو راپورته كولو جوګه شو۔وزيراعظم ووئيل هېواد كښې د يو ډول تعليمي نظام جوړولو لپاره د وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوې۔دا وخت هېواد كښې درې ډوله تعليمي نظام چلېږي٬يو د وړوكي ايليټ كلاس لپاره انګلش مېډيم شته او د نورو طبقو لپاره د روان تعليمي نظام څخه زده كوونكو ته د راوړاندې كېدو موقع په لاس نه ورځي٬مونږ داسې نظام غواړو چې ورسره يو ډول موقعې ترلاسه وي۔وزيراعظم ووئيل د علم ترلاسه كول ډېر ضروري دي ځكه چې دعلم سره د ژوند معيار ښه كېږي٬مونږ هڅه كوو چې په تعليم كښې طبقاتي امتياز ختم شي او مونږ خپل اولاد سكولونو ته راولو كوم چې دا وخت د سكولونو نه بهر دي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل اوسني حكومت د صحت څانګو ته هم پام لرنه كوي او په دغه لړ كښې اصلاحات كوو٬مونږ دولتي روغتونونه سمول غواړو ٬ دا وخت شخصي روغتونونه ډېر ښه دي او سركاري روغتونونه د آسانيو په لړ كښې د هغوي مقابله نه شي كولې خو په شخصي روغتون كښې يوازې شتمند علاج كولې شي۔وزيراعظم ووئيل په دې لړ ګښې مونږ هڅه كوو چې دولتي روغتونونه ښه كړې شي او ورسره ورسره غريبانانو له د درملنۍ لپاره د صحت كارډ دائره د خېبرپښتونخوا نه تر ټول هېواد پراخه كړو ۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د خزانې وزير اسد عمر ته هم سپارښتنه شوې چې مونږ كومې پالېسۍ هم جوړوو په هغې كښې د غريبانانو او لاندې طبقو راپورته كولو ته پام لرنه پكار ده۔ده ووئيل زه د تېرو 22 كلونو نه د بدعنوانۍ خاتمې خبره كوم٬پاكستان به هله پرمختګ وكړي چې كله مونږ په بدعنوانۍ قابو ومومو۔بډې يو داسې ناسور دے كوم چې غربت پیدا كوي او په سبب يې شتمند شتمند كېږي او غريب لا غريب كېږي ده ووئېل هغه ټولنې چرتھ چې كرپشن وي هلته به غربت زيات وي۔ده ووئيل كوم هېوادونه چې خوشحاله دي هلته د كرپشن كچه كمه ده۔وزيراعظم ووئيل لوے څښتن پاكستان له ډېر وسائل وركړي خو د پاكستان ادارې د كرپشن په وجه تباه شوي ۔دلته د كرپشن لپاره ادارې تباه كړې شوي ٬د ذاتي ګټو لپاره اېف بي آر٬اېس اي سي پي او دغسې نورو ادارو كښې د خپلې خوښې كسان لګولو او بهرتي كولو سره ورته زيان رسولې شوې۔وزيراعظم ووئيل مونږ جې كله اقتدار ترلاسه كړو نو هغه وخت دا اندازه نه وه چې په هېواد كښې څومره غلا كېږي٬حكومت ترلاسه كولو نه وروستو زمونږ سره معلومات راجمع كېږي او هره ورځ نوې انكشافات كېږي۔وزيراعظم ووئيل كله جې زه د كرپشن خبره كوم نو د ټول اپوزېشن ته نه وائيم يوازې د هغه خلقو حواله وركوم چا چې په كرپشن هېواد ته زيان رسولې او كله چې د هغوي د كرپشن خبره كېږي نو بيا جمهوريت د خطر سره مخ كېږي۔دوزيراعظم عمران خان ووئيل تر څو چې په كرپشن قابو ونه موندلې شي نو د پاكستان هېڅ سباؤن نشته۔وزيراعظم ووئيل نېب خپلواكه اداره ده٬اوسني حكومت په نېب كښې يو قاصد نه دې بهرتي كړې ٬ څه چې نېب كوي د هغې مونږ ذمه وار نه يو۔ده ووئيل زما خيال دې چې نېب د دې نه ښه كار كولې شي٬تنقيد ټولو له زغمل پكار دي۔نېب كه په سم ډول د احتساب عمل مخ په وړاندې نه بوځي نو د سزاګانو شرح به كمېږي۔ده ووئيل په ملائېشيا كښې د كرپشن كيسونو د سزاګانو شرح 90 فيصده ده او په پاكستان كښې د 6 نه تر 7 فيصده ده جرته چې زيات انحصار په پلي بارګين كېږي۔ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف په خپل منشور كښې د نېب لا ښه كولو وعده كړې وه خو د ځينې قانوني معاملاتو په وجه مونږ داسې نه شو كولې ٬ خو اېف آئي اے او نورې ادارې قوي كوو۔ ده ووئېل د دغه هلو ځلو په نتيجه كښې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د مني لانډرنګ په ضد كاروائي كېږي۔وزيراعظم ووئيل زما په دفتر كښې ايسټ ريكوري يونټ جور كړې شوې د دغې يونټ كار د بهر هېوادونو سره د مفاهم په يادښتونو لاس ليك كول دي تراوسه د 26 هېوادنو سره اېم او يوز لاس ليك كړې شوي چې پكښې هم نن د سوئټزر لينډ سره لاس ليك شوې ۔ده ووئيل تراوسه دې يونټ چې كوم معلومات ترلاسه كړې د هغې ترمخه په 26 هېوادونو كښې د پاكستانيانو د 11اربه ډالره درك لګولې شوې چې سوئټزر لينډ پكښې لا شامل نه دې۔ده ووئيل هم دا وخت پاكستان د بهرنيو قرضونو قسطونو وركولو لپاره 12 ارب ډالره ته اړتيا لري ٬ دغسې د دبئي نه چې كوم د بانكونو اكاؤنټس ترلاسه شوي هلته د 1.35 ارب ډالره اكاؤنټس درك لګېدلې چې پكښې د اقامو لرونكو اكاؤنټس شامل نه دي۔ده ووئيل خلقو له هم ځان پوهه كول پكار دي چې پخوا د هېواد وزيراعظم خارجه وزير او د خزانې وزير اقامې ولې اخستې٬تېرو واكدارانو اقامو ته ضرورت لرلو ځكه چې د داسې اقامو لرونكو د اكاؤنټس تفصيلات نه څرګندېږي٬ ده ووئېل مونږ اقامو ته ضرورت نه لرو۔وزيراعظم ووئيل دبيئ كښې د پاكستانيانو د 9 اربه ډالره جائيداد درك لګولې شوې ٬د مني لانډرنګ په ضد اوسني حكومت اقدامات كوي٬اېف آئي اے تراوسه د 375 اربه روپو جعلي اكاؤنټس نيولې او دا جعلي اكاؤنټس د مني لانډرنګ لپاره جوړ كړې شوي وو۔ده ووئيل بل پلو دا صورتحال دې چې په قرضونو هره ورځ شپږ اربه روپۍ سود وركوو۔د حكومتي كاركردګۍ په حقله وزيراعظم ووئيل د ناجائزه تجاويزاتو په ضد ګامونه پورته كوو دغسې سي ډي اے د تجاويزات په ضد كاروائۍ كښې د 250 اربه روپو زمكه راخلاصه كړې۔ده په دستوره كښې د پنجاب اعلٰی وزير عثمان بزدار د ناستې ذكر كولو سره ووئيل هغه يو نر ٬ ساده او ايمانداره سړې دې٬ډرامې نه كوي او نه د لويو لويو پګړو سره ګرځي٬د پنجاب حكومت تراوسه د تجاويزات په ضد كاروائۍ كښې 88 زره ايكړه زمكه د قبضه ګرو نه راخلاصه كړی ٬ د دغسې زمكې نرخ د 150 نه تر 200 اربه روپو كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې په وړومبي ځل د برېښنا غلو په ضد منظمه كاروائي پیل شوې۔ده ووئيل چې ده د توان وزيرعمر ايوب ستائنه كولو سره ووئيل د بریښنا لويو لويو غلو په ضد 6 زره اېف آئي آر درج كړې شوي دي۔ پاكستان كښې د برېښنا د ګرانۍ يو لوئے سوب ددې غلا ده۔ هر كال د 50 اربه روپو غلا كېږي۔ وزیراعظم ووئيل موجوده حكومت هېواد كښې كاروبار ته ودې وركولو او سرمايه كارۍ پلو پام ګرځولو له هم ګامونه پورته كوي۔ وزيراعظم ووئيل د حلالو مصنوعاتو نړيوال ماركيټ د كال په سر 2 زره اربه ډالره دې په كوم كښې چې د پاكستان برخه د نيشت برابر ده۔ حال دا دې چې د لائيو سټاك په څانګه كښې پاكستان د نړۍ په لسو اولنو هېوادونو كښې شامل دے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې د مهيانو نيولو څانګه هم د خپل استعداد ترمخه پېداوار نه وركوي۔ پاکستان 1000 كلوميټر سمندر لري او د سمندري خوراك برآمدات د نيشت برابر دي۔ پاكستان په دې څانګه كښې خپلو برآمداتو كښې اضافه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په كلي والو سيمو كښې ژوند كوؤنكې مېرمنې اختيارمندې جوړولو په لړ كښې به دوئي ته معاشي ترغيبات وركولې شي۔ كلي والو سيمو كښې مېرمنو ته به چرګې ٬ آګۍ او چرګوټي وركولې شي۔ دا هغه ګامونه دي چې مصرف به ئې كم وي او ګټه به ئې بې وزله كسانو ته رسي۔ ده ووئيل د اوبو كمې يوه لويه مسئله ده ۔ مونږ تحقيق كړې چې كه ټول واټر کورسز، نهرونه او نالې پخې كړې شي نو دې سره مونږ 140 اربه روپۍ بچ كولې شو۔ د هېواد د معيشت ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل معیشت مخ په وړاندې بوتللو له زمونږ بېوروكرېسي او سياسي طبقې له خپل سوچ بدلول وي۔ تر كومې چې سرمايه كار ته ګټه نه وي هغه سرمايه كاري نه كوي۔ كه مونږ سرمايه كارو ته مراعات او ترغيبات ورنكړو نو څوك به سرمايه كارۍ له نه راځي۔ د ملائيشيا ډاكټر مهاتير محمد په دې منصوبه عمل وكړو۔ ده بهرني سرمايه كارو ته ترغيبات وركړل چې لامله ئې د درې كروړ آبادۍ هېواد ملائیشیا د كال د 220 اربه ډالر او د 21 کروړه آبادۍ هېواد پاكستان د 25 اربه ډالر برآمدات كوي۔ وزيراعظم ووئيل د 70 په لسيزه كښې د ادارو د قوميانې پرېكړه سمه نه وه۔ دغه مهال پاكستان تندۍ سره ترقي كوله۔ ده ووئيل پاكستان سرمايه كارۍ لپاره يو سازګار هېواد دے ولې چې د پاكستان د 12 كروړه ودانۍ عمر 35 كالو نه كم دے۔ چین زلمي هنرمند جوړولو سره دغلته د سرمايه كارۍ لارې هوارې كړې چې لامله ئې هغه د خپلو 70 كروړه خلقو بې وزلۍ څخه ويستلو كښې كامياب شو۔ وزيراعظم ووئيل ټېکس اصلاحات هم د موجوده حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ هېواد كښې په 21 كروړه خلقو كښې 72 زره داسې دي كوم چې خپل آمدن د 2 لكهه نه زيات څرګندوي۔ ده ووئيل دا څنګه كېدې شي چې د 21 كروړه كسانو بوج 72 زره ټېكس وركؤنكي پورته كوي۔ ده ووئيل مونږ په اېف بي آر كښې اصلاحات كوو او ددې نتيجې به قوم وويني۔ وزيراعظم ووئيل د بلېك اكانومي لاره به نيول وي ولې چې دا زمونږ په پرمختګ اثر پرېباسي۔ وزيراعظم ووئيل د سېلګرۍ څانګې ته وده وركول هم د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده د ملائیشیا مثال وركولو سره ووئيل دغلته په سمندر ریزارټ جوړ كړې شوي دي چې لامله ئې هغه د كال په سر 20 اربه ډالره ګټي۔ ددې په مقابله كښې پاكستان كښې زيات استعداد موجود دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د بدھ مت ځانګړې آثار موجود دي۔ هری پور ته نزدې د بدھا د نړۍ تر ټولو لويه 40 فټه مجسمه “سلیپګ بدھا” ترلاسه شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان قطبي سيمې د سوئټزرلېنډ نه يو په دوه زياته رقبه لري۔ دغلته د نړۍ د دنګو غرونو سلسلې دي۔ د سېلګرۍ ودې له قوي سياحت ټاسك فورس جوړ كړې شوې دې۔ مونږ به هر كال 4 نوې ريزارټ جوړوو۔ ده ووئيل كونډو او مېرمنو ته وراثت كښې برخه وركولو له خاص قانون راوړلې شي۔ دغسې د سمندر پورې پاكستاني وګړو زمكو ساتنې له به هم قانون جوړولې شي۔ ده ووئيل په وسل بلور اېكټ هم كار روان دے چې ترمخه به ئې كرپشن په ګوته كوؤنكي ته د ريكور كړې شوي رقم 20 فيصد وركولې شي او ده ته به تحفظ هم وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زه خبر يم او محسوسوم چې دا وخت تنخاداره طبقه او غريبانان سختو سره مخ دي ځكه چې د ډالر بيعې زياتېدو سره په نرخونو اثرات پريوتي او د دې زه احساس لرم۔ ده ووئېل مونږ چې څومره هم هڅې كولې شو كوو ۔وزيراعظم ووئيل وزارتونو او ډويژونونو ته د بچت او سادګۍ خپلولو امر شوې٬د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان تراوسه د 13 كروړه روپو ترلاسه فنډ نه دې كارولې دا هم يو بچت دې۔ده ووئيل د وزيراعظم په كور كښې تراوسه 15 كروړه روپۍ بچت كړې شوي ٬ ځينې خلق د مېښو په نيلامۍ پورې مسخرې كوي خو دا ټوقې نه دي۔ده ووئيل خلق د خوراك لپاره څه نه لري او بل پلو سركاري وسائل خرڅ كېږي٬دا هر څه مونږ چا ته د ښودلو لپاره نه كوو بلكې دا د الله د يرې كوو۔وزيراعظم د پاكستان قام ته ووئيل مونږ د حالاتو ښه كولو له هلې ځلې كوو٬دا سخت وخت ضرور دې خو مونږ ورله پالېسۍ جوړوو۔زه تاسو له باور دركوم چې څنګه هم په دې پالېسو عمل پېل شي سرمايه كاري به راځي او مسائل به كمېږي۔ده ووئيل پخوا پاكستان ته د كرپشن په وجه سرمايه كاري نه راتله٬زمونږ د ټولو نه لويې طاقت د سمندر پورې 90 لكه پاكستانيان دي چې پكښې د بېلو پېشو پوهان او هنرمندان شامل دي چې مونږ كله د هېواد نظام ښه كړو نو تر ټولو اول به هم دغه پاكستانيان سرمايه كارۍ لپاره دلته راځي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د هاؤسنګ په اړه آسانۍ پېدا كوي٬مونږ د كورونو لپاره د قرضونو ترلاسه كول طريقه كار آسانوو٬دا وخت پاكستان كښې د يو كروړ كورونو كمې دې۔پخوا د مارګيج نه لرلو په سبب په دې لړ كښې د قرض شته والې د نشت برابر وو۔ده ووئيل پاكستان كښې د مارګيج جي ډي پي كښې برخه 0.2 فيصد ده او په دې لړ كښې مونږ ګامونه پورته كوو چې ورسره به 40 صنعتونو ته نيغ په نيغه ګټھ ورسي او د لاندې ګرېډ ملازمانو ته به د خپل كور جوړولو لپاره مرسته ترلاسه شي۔د خپلې وېنا په آخر كښې وزيراعظم د خپلې ډلې مننه وكړه او د علامه اقبال د شعر يوه مصره يې ووئېله۔لا د عشق امتحانونه نور هم شته

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں