پاکستان كه په معاشي توګه قوي وي نو مونږ هند د كشمير كشالې هواري ته مجبورولې شو

image

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف وئيلي دي پاکستان كه په معاشي توګه قوي وي نو مونږ هند د كشمير كشالې په هواري مجبورولې شو٬ حكومت دې د كشمير پحقله كوټلې پاليسي وړاندې كړې او نړيوال ضمير بېدارولو له دې اقدامات وكړي٬ مخالفه ډله به ئې بشپړه مرسته كوې٬ د اے پي اېس پېښې ټول قام ٬ سياسي او عسكري قيادت يو موټې كړې٬ هېواد كښې د امن او امان كرېډېټ ټول قام او پاك پوځ په غاړه دې۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل د پېښور پېښه زړه دړدونكې پېښه وه چې پكښې زمونږ د سباٶن ځالانده ستوري ووژل شول۔ شهباز شریف ووئيل د امن نه غېر هېواد د پرمختګ په لاره نه شي روانېدې۔ ده ووئيل کشمیر كښې د هندي ځواكونو د لاسه د څلورو كسانو د شهيد كولو د پېښې غندنه كوٶ٬ د اوږدې مودې راهسې د ظلم او تشدد د لړۍ شپه او ورځ روانه ده چې نړۍ پړې غلې ده ٬ ده ووئېل څنګه د شمالي آئرلېنډ پرېكړه وشوه او د ختيز تېمور پرېكړه هم شوې٬ سوډان ووېشلې شو۔ ده ووئيل په كشمير او فلسطين كښې د ظلم انتها وشوه٬ کشمیریانو سره چې د خپلواكۍ د حق كوم لوط نهرو كړې كړې ٶ په ھغې تر اوسه عمل ونه كړې شو۔ ده ووئيل د المان غوندې پاكستان به هم كشمير خامخا ترلاسه كوي٬ مونږ له به خپل معيشت لا مستحكم كول وي او دغسې به مونږ په هند فشار واچولې شو٬۔ ده ووئيل سپيكر مونږ لپاره د احترام جوګه دے او ھغوي دا ايوان د خپل ذاتي خوښې نا خوښې او د جماعتي تړون نه پرته چلوي خو د خواجہ سعد رفیق پروډکشن آرډر د شپږو ورځو تېرو باوجود جاري نه كړې شو٬ ده ووئېل هيله لرو چې په دې لړ كښې به مونږ خبر كړۍ شو او دا واك تاسو لر

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں