وزيراعظم عمران خان د قطر په دوه ورځنۍ سركاري دوره دوحه ته ورسېد

image

دوحه 21 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د قطر په دوه ورځنۍ سركاري دوره دوحه ته رسېدلې دے ۔د قطر په حمد انټرنېشنل هوائي مېدان د قطر د خارجه چارو دوهم وزير سلطان بېن سعد الموريخي د وزيراعظم هركلے وكړو۔وزيراعظم د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په بلنه د قطر په دوره تللې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې وفاقي وزير اسد عمر٬د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان٬د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د وزيراعظم مرستيال ذوالفقار بخاري٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف او د توان لپاره د ټاسك فورس چيئرمېن نديم بابر هم د وزيراعظم سره دے۔د خپلې دورې پھ مهال به وزيراعظم عمران خان د قطر امير او د قطر وزيراعظم سره ملاقاتونه كوي۔د دې نه علاوه وزيراعظم به د قطر كاروباري كسانو او سرمايه كارو سره هم ملاقاتونه كوي۔وزيراعظم به د دورې پھ مهال پاكستانې ورورولۍ ته هم خطاب كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں