د سېنېټ چيئرمېن د اسلام آباد هائي كورټ بار نوي ټاكلې صدر سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي قانون سازې او په قانون عملدرآمد له د اړوندو آئيني ادارو ترمينځه رابطو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔د سېنېټ چيئرمېن د بېنچ او بار ته پېښو مسئلو حل له بشپړ كردار ترسره كوي او په هېواد كښې عدالتي نظام لا فعالولو او د زيرالتوا مقدمو زر تر زره ترسره كولو له د عزم تائيد كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د سېنېټ چيئرمېن د اسلام آباد هائي كورټ بار نوې ټاكلې شوې صدر راجه انعام امين منهاس سره په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د انصاف وركولو لپاره عدليه٬بار اېسوسي اېشنز او آئين جوړونكو ادارو ترمينځه همغږي لري۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ بار ته پېښو مسئلو او د هائي كورټ چارو په اړه به ډېر زر پلاوي سره ملاقات وكړم۔صادق سنجراني هائي كورټ بار نوي ټاكلې شوي صدر له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغه به د عدليې٬وكيلانو او آئيني ادارو ترمينځه رابطو لا قوي كولو له كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں