د سافټ وئیر برآمدات پحقله پروګرام باندې عملدرآمد سره به قېمتي زرمبادله او هېواد كښې د نړيوال معيار تربيه لرونكې افرادي قوت هم رامخې ته شي

image
APP56-14 ISLAMABAD: March 14 - President Dr. Arif Alvi in a video conference with a group of Pakistani IT experts from Silicon Valley at Aiwan-e-Sadr. Federal Minister for Information Technology and Telecommunication Dr. Khalid Maqbool Siddiqui also present on the occasion. APP

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكتر عارف علوي وئيلي دي د پام لرنې او د مناسبه خاص تربيې نشتوالي په سوب پاكستان د سافټ وئېر برآمدات كښې وروستو پاتې شوې۔ دا خبرې ده سېلي كون وېلي څخه تعلق لرونكو د پاكستان آئي ټي پوهانو وېډيو كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې٬ د کنفرنس مقصد پاکستان كښې د سافټ ويئر بزنس پحقله اقدامات او هېواد كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ زده كوٶنكو ته د تربيې پروګرام په اړه د چارو جاج اخستل وٶ۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صدیقي هم موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل د سافټ وئیر برآمدات پحقله په پروګرام عملدرآمد څخه به قېمتي زرمبادله ترلاسه او هېواد كښې به د نړيوال معيار تربيه لرونكې افرادي قوت هم باوري شي ٬ دې سره به د تكنيكي څانګې پوهان نورو هېوادونو ته د منتقلۍ په رجحان قابو موندلو له هم مرسته ترلاسه شي٬ د پروګرام له مخې په ابتدائي توګه به 250 سافټ ويئر ګرېجوېټس ته غېر ملكي پوهان تربيه وركوي٬ د دې اقدام بنيادي مقصد تربيه وركول او دوي په نړيوال مسابقتي ماركيټ كښې د مصنوعي ذهانت ٬ بلاك چين او موبائل اپليكېشن پحقله د ملازمتونو ترلاسه كولو جوګه جوړول دي٬ د پروګرام له مخې به د پاكستان د سافټ وېئر انجينئران ته په تكنيكي څانګو كښې د نړيوال معيار له مخې تربيه وركولې شي او هېواد كښې د انفارميشن ټېكنالوجۍ د زده كړې معيار لوړول دي٫ دې پروګرام سره به د صنعت او كركيلي پحقله د آئي ټي د تحقيق ودې له هم مرسته ترلاسه شي۔ اولس مشر به د وائس چانسلرانو په راتلونكې كنفرنس كښې دا تجويزونه وړاندې كوي دغسې چې دا اقدامات په تعليمي ډهانچه كښې شامل كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں