د پاكستان ٬ تركي او ايران په شمول د يو درځن هېوادونو تر سېوري لاندې د ملګرو ملتونو هېډ كوارټرز كښې نوروز ولمانځلې شو نورو د مفاهمت او ښه ګاونډګيرۍ د لارې امن ته وده وركوي۔ ، ډاکټر ملیحه لودھی

image

ملګري ملتونه ۔ 25 مارچ (اے پی پی) د پاکستان، ترکی، افغانستان او ایران په شمول د يو درځن هېوادونو ترسېوري لاندې د ملګرو ملتونو هېډكوارټر نيويارك كښې د سپرلي موسم د راتلو اختر نوروز ولمانځلې شو۔ د ايران په مشرۍ كښې د دې دستورې اهتمام كوؤنكو نورو هېوادونو كښې آذربائیجان، هند، عراق، قزاخستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان شامل وو۔ دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته ددې هېوادونو روايتي خوراكونه وړاندې كړې شول۔ د پاكستان په سټال كښې ګډون كوؤنكو زياته خوښي ولرله۔ چرته چې دوئي برياني ٬ سيخ كباب ٬ سموسې ٬ ګلاب جامن ٬ د ګاځرو حلوا او برفي ډېره په شوق وخوړله۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقلې استازې ډاكټر مليحه لودھي ګډون كوؤنكو ته هركلې ووې۔ په دې مهال خپله مركه كښې دې ووئيل نوروز د مفاهمت او ښې ګاوڼدګيرۍ د لارې امن ته وده وركوي۔ دا مونږ ته د زغم ٬ يووالي او همغږۍ اقدار ښودلو سره سره مونږ كښې نړۍ ته د امن ٬ انصاف او خوشحالۍ وركولو خوښي پېدا كوي۔ دې زياته كړه چې د نوروز په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې كردار ترسره كولو سره پاكستان دې سره د اړوند كلتور محفوظ كولو هڅو كښې شامل شوې دې د كوم منظوري چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په كال 2010ء كښې وركړې وه۔

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں