مخدوم خسرو بختیار سره سردار اختر مېنګل او دوهم سپيكر قاسم خان سوري وليدل

image
APP68-10 ISLAMABAD: April 10 - Federal Minister for Planning, Development & Reform, Makhdoom Khusro Bakhtyar talking to Deputy Speaker National Assembly, Qasim Suri, Chairman Balochistan National Party (M), Sardar Akhtar Mengal who along-with a delegation called on him. APP

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار سره د بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل) چیئرمېن سردار اختر مېنګل او دوهم سپيكر قاسم خان سوري ليدلي دي ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل حکومت د بلوچستان پرمختګ او بلوچستان د هېواد نورو پرمختللې سيمو سره د سمولو عزم لري۔ مخدوم خسرو بختیار ووئيل حكومت د سيمو مساوي پرمختګ لپاره اقدامات كوي چې له مخې به ئې كم پرمختللې سيمو ته ترجيح وركولې شي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې معاشي او د اقتصادي پرمختګ منصوبو لپاره زياته برخه وركوٶ۔ ده ووئيل زیراعظم عمران خان د بلوچستان د اوسنۍ دورې په مهال د 65 اربه روپو په لګښت د لويديز روټ ژوب كچلاك سېكشن ٬ د 17 اربه روپو په لښګت د مكران سمندر غاړې سيمې لپاره د ټرانسمېشن لائن غزولو ٬ د 23 اربه روپو په لګښت د ګوادر نوي نړيوال هوائي مېدان ٬ روغتون او د ووكشنل انسټي ټيوټ د بنياد تيګه اېښودې ده

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں