د مخالفې ډلې لخوا د احتجاج اعلان د اېن آر او په ترلاسه كېدو د ناكامۍ غبرګون دې۔ عمر سرفراز چیمه

image

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف د اطلاعاتو مركزي عمومي سېكتر عمر سرفراز چیمه د مخالفې ډلې د احتجاج اعلان د اېن آر او په ترلاسه كېدو كښې د ناكامۍ غبرګون ګرځولې دې۔ د جمعې په ورځ د تحريك انصاف مركزي ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخئ ده ووئيل د كرپټ سياست مدارو ټولګې د اېن آر او په ترلاسه كېدو كښې په بشپړه توګه پاتې راغلې دې٬ د ډېرو هلو ځلو باوجود د احتساب په عمل كښې هم هېڅ ډول نرمي په نظر نه راځي۔ ده ووئيل وزیراعظم واضح اعلان كړې دې چې قام لوټ كوٶنكو سره به هېڅ رعايت نه كېږي۔ ده ووئيل چې سياسي سباٶن تاريك ليدلو سره د نوم جمهوري ټولګې اوس دړكې وركوي۔ ده ووئيل چې اولس په ټولټاكنو كښې دا ټولګې رد كړې دې او د دوي د احتجاج كال به هم په بشپړه توګه نظر انداز كړي٬ او د دې عناصرو احتساب لپاره اولس په وزیراعظم عمران خان د خپل باور څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل دوي چې څومره غواړي هڅې دې وكړي اولس په سياسي توګه ډېر شعور لرونكې او فعاله دې، د قیمې په نانومو او د بريانۍ په دېګونو د سياست د كاروبار زماتې تېرې شوې۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں