د خزانې اواقتصادی چارو سلاحكار ډاکټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې غونډه، پخواني قبائلی سيمو سماجی او اقتصادی حاجتونو جاج واخستلې شو

image

اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې اواقتصادی چارو سلاحكار ډاکټرعبدالحفیظ شیخ وئيلي دي چې وفاقی حکومت به پخواني قبائلی سيمو حاجتونو پوره كولو او خېبر پښتونخوا كښې ضم شوې پخواني قبائلی سيمو سماجی او اقتصادی پرمختګ له د صوبائی حکومت هڅو کښې مرسته كوي، ضم شوې ضلعو لپاره د خزانې وزارت فنډز په وخت جاري كومل به باوري كولې شي۔ده دا خبره د ګل پھ ورځ خېبرپښتونخوا كښې ضم شوې د پخواني قبائلی علاقه سيمو سماجی او اقتصادی حاجتونو جاج اخستلو له د غونډې مشري كولو سره وكړه۔ د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تیمورسلیم خان جھګړاپه دې مهال بريفنګ وركړو چې پكښې د ضم شويو پخواني قبائلی سيمو مالی حاجتونه احاطه کړې شوې ؤ۔ ده ووئيل د فاټا لپاره پرمختيائي فنډ به پخواني قبائلی سيمو كښې په سماجی څانګو او په خاص توګه تعلیم، صحت، سړکونو ښه والې او برېښنا بنیادی ډھانچې ښه كولو خرڅ كولې شي۔ ډاکټر عبد الحفیظ شیخ د غونډې ګډون كونكو ته ووئيل وفاقی حکومت به د پخواني قبائلی سيمو حاجت پوره كولو له هر ډول مرسته كوي، دغسې وفاقی حکومت به پخواني قبائلی سيمو حاجتونو پوره كولو او خېبر پښتونخوا كښې ضم شوې پخواني قبائلی سيمو سماجی او اقتصادی پرمختګ له د صوبائی حکومت هڅو کښې مرسته كوي۔ په غونډه كښې د وزیراعظم سلاحكار محمد شهزاد ارباب، د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تیمورسلیم خان جھګړا، وفاقی سی

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں