د خېبر پختونخوا اعلی وزير د خړ كمر پېښه كښې حق رسېدليو له د 25 لكه او ژوبل شويو له د 10 لكه روپو وركولو اعلان هېواد دښمنه عناصر پښتانه غولولو سره د ناامنۍ يو نوي دور او غېر يقيني صورتحال ته ټېله كول غواړي۔ محمودخان

image

پېښور ۔ 01 جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د قطبي وزيرستان خړ كمر سيمه كښې رامخې ته شوې پېښه كښې ځپلې شويو كسانو له د مرستې پېكج اعلان كولو سره په ډاګه كړې چې د پښتنو په نامه سياست كوونكي پښتون قام يو وارې بيا جنګ ته د ټېله كولو ناكامه هڅه كوي كومه چې په هېڅ صورت د قبلولو نه ده۔ ده پېښه كښې حق رسېدليو لپاره د 25 لكه او ژوبل شويو له د 10 لكه روپو مرسته اعلان كړه۔ ده ووئيل د اولس ٬ پاك پوځ او د امنيتي ادارو قربانيو لامله امن په ځائې شوې دې او ددې په ځائې ساتلو له به د كومې هم قربانۍ څخه مخ اړولې نه شي۔ ده ووئيل د لس مياشتو په لنډه موده كښې د قبائلي ضلعو يو شمېر مسئلې حل شوي دي۔ ده ووئيل د صوبائی حکومت اېن اېف سی ایوارډ كښې خپله 3 فیصده برخه د قبائلي ضلعو تعمير او پرمختګ له بېلول ددې خبرې ثبوت دې چې موجوده حكومت خپلو كړو لوظونو پاللو كښې مخلص دې او دې لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں