وزيراعظم عمران خان سره د چين د ګژوبا ګروپ چيئرمېن ليوزي ژيانګ ملاقات وكړو

image

بيجنګ 08 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د چين د ګژوبا ګروپ چيئرمېن ليوزي ژيانګ د نهې په ورځ په بيجنګ كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي، د منصوبه بندې وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار‘ د رېلوے وفاقي وزير شیخ رشید احمد‘ د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد‘ د وزیراعظم خاص مرستيال ندیم بابر او د سرمایه کارې بورډ چيئرمېن زبېر حیدر ګیلاني هم موجود وو۔ چائنا ګژوبا ګروپ د چين يوه مهمه اداره ده۔ دې ادارې خپل كاروبار د 100 نه زياتو هېوادونو او منطقو ته پراخا كړې۔ د ملاقات په مهال د سي جي جي سي چيئرمېن په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه د توان په څانګه كښې د سرمايه كارې نوې موقعې په لټولو او په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں