اپوزيشن كرپشن ته تحفظ وركولو او اېن آر او ترلاسه كولو لپاره يو موټې شوے۔ عمر سرفراز چيمه

image

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چيمه وئيلي دي چې اپوزيشن كرپشن ته تحفظ وركولو او اېن آر او ترلاسه كولو لپاره يو موټې شوے۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اپوزيشن بدعنوانې او كرپشن ته تحفظ كولو لپاره تر يو چت لاندې راجمع شوے او دوي د مولانا فضل الرحمان د آزادې مارچ د لارې اېن آر او ترلاسه كول غواړي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان حكومت په هېواد كښې د جمهوريت استحكال لپاره هڅې كړې دي او وزيراعظم كله هم د سياسي بدل اخستلو هڅه نه ده كړې۔ ده ووئيل چې د خپل حكومت خواهش لرونكي دې د راتلونكو ټاكنو انتظار وكړي۔ ده ووئيل چې سوله ايز احتجاج د هر چا حق دے خو كه چا د تشدد لار خپله كړه نو قانون به خپله لار اختيار كړي۔ ده ووئيل چې بايد مولانا په سياست كښې د تشدد نه ډډه وكړي۔ هغه دې د ادارو په ضد د خبرې كولو نه ډډه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں