د ټولو مكاتبو تائيد شوې چلند نه د سرغړونه كوؤنكو په ضد به قانوني كارروائي كولې شي۔ د حافظ طاهر محمود اشرفي خبري كنفرنس ته خطاب

image
APP23-170121 LAHORE: January 17 - Special Assistant to the Prime Minister for Religious Harmony, Maulana Tahir Ashrafi addressing a press conference. APP photo by Ashraf Ch

اسلام آباد۔17جنوری (اے پی پی)د وزیراعظم د مذهبي همغږۍ او منځني ختيز خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د ټولو مكاتبو تائيد شوې چلند نه د سرغړونه كوؤنكو په ضد به قانوني كارروائي كولې شي۔ د كركې خپرونكي تقرير او ليك چاته اجازه به وركولې نه شي۔ د فلسطين صدر د فلسطين مسئلې په اړه د وزيراعظم عمران خان زړه ور دريځ د اسلامي نړۍ ترجماني ګرځولې ده۔ اوسنې حكومت د عقيده ختم نبوت او ناموس رسالت چوكيدار دے۔ د ناموس رسالت سپكاوي او فرانس كښې د سپكاوي خاكو په ضد په نړيواله كچه قانون سازۍ له ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ دا خبره هغه متحدہ علماء بورډ كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه علامه کاظم رضا ، مولانا محمد خان لغاری ، علامہ پیر زبیر عابد ، مولانا اسد اللہ فاروق ، مولانا اسید الرحمن سعید، علامه اصغر عارف چشتی ، مولانا محمد نعیم بادشاہ ، مولانا محمد اسلم قادری ، قاری شمس الحق ، حافظ محمد نعمان حامد ، مولانا محمد اسلم صدیقی ، علامه یونس حسن ، قاری مبشر رحیمی ، مولانا عبد الحکیم اطهر ، سید فرزند علی او نور موجود وو۔ هغه ووئيل د مدارس عربیه د تعليم وزارت سره د رجسټرېشن پرېكړه د موجوده حكومت كارنامه ده۔ د پاکستان آئین او قانون د مسلمانانو او غېر مسلمو د حقونو محافظ دے۔ په متروکه وقف املاک بل به د مدارسو او جوماتونو جائز تحفظات لرې كړې شي۔ په دې لړ كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر علماﺀ كرامو او مشائخو سره رابطه كښې دے۔ هغه ووئيل د حزب اختلاف ذمه وارو ته په ټي وي د مناظرې كولو چېلنج وركوم چې موجودہ حکومت د مدارسو ٬ مسجدونو ٬ عقیدہ ختم نبوت او ناموس رسالت چوکیدار دے۔ هغه ووئيل مونږ ته په دې خوشحالي شوې چې د عمران خان د فلسطين مسئلې په اړه د زړه ور دريځ راتلو نه وروستو د مخالفې ډلې ځينې مشرانو ته هم فلسطين ياد شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل منفی پراپېګنډه كوؤنكي عناصر دې ځان خبر كري چې د پاكستان ټول اسلامي او عرب هېوادونو سره مستحكمې اړيكې دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل سعودی عرب پاكستان او پاكستاني اولس سره اړيكې لري۔ سعودي عربستان كله هم د پاكستان په داخلي او خارجي چارو كښې لاس وهنه نه ده كړې۔ هغه ووئيل زمونږ د اطلاع له مخې شاه سلمان نواز شريف ته د سعودي عربستان د دورې بلنه نه ده وركړې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د انټر فېتھ هارمنی کونسلز ګرد هېواد كښې کنوینئر جوړولے شي۔ د ټولو مذهبونو او مكاتبو ذمه وارو سره رابطه كښې يؤ۔ ډېر زر به وزيراعظم او صدر په روانه قومياو نړيواله وضعه علماﺀ او مشائخو سره ملاقات وكړي او په مهمو چارو به هغوي سره مشاورت وكړے شي۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں