د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير فواد چوهدري او د ضياالله بنګش په مشرې كښې د پېښور ډېجيټل كمپلېكس جوړولو لپاره د سټئرېنګ كمېټې غونډه

image

پېښور 21 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير فواد چوهدري او ضياالله بنګش په مشرې كښې د پېښور ډېجيټل كمپلېكس جوړولو لپاره د سټئرېنګ كمېټې غونډه وشوه. په غونډه كښې د پېښور ډېجيټل كمپلېكس جوړولو لپاره تر اوسه د شوي پرمختګ جاج واخستلے شو. د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي محكمه به پېښور ډېجيټل كمپلېكس جوړولو لپاره 16 كناله كمرشل زمكه وركوي او په دې به 20 منزله ودانې جوړولې شي. پېښور ډېجيټل كملېكس د خېبر پښتونخوا د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې ودې لپاره يوه لويه پروژه ده چې په نتيجه كښې به ئې پېښور د انفارمېشن ټېكنالوجې مركز جوړ شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں