خارجه وزير شاه محمود قرېشي فاطمه جناح ټاؤن كښې د سوئي ګېس پرانسته وكړه

image

ملتان۔24جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي فاطمه جناح ټاؤن كښې د 32 كروړه روپو په لګښت ترسره شوې د ګاز رسنې منصوبې پرانسته وكړه۔ په دې مهال خپل خطاب كښې هغه ووئيل د صحافی کالونۍ تر ټولو لويه مسئله د ګاز وه كومه چې نن حل شوه۔هغه ووئيل دا كالوني 15 كاله كښې آباده نه شوه ولې راروانو دوه كلونو كښې به دې كښې څوك پلاټ نه مومي۔ دلته به د ژوند ټولې آسانۍ موجود وي۔ په دې موقعه پارليماني سېكتر مخدوم زادہ زېن حسېن قرېشی ووئيل د برېښنا لوظ ترسره كېدو نه وروستو نن دې كالونۍ ته ګاز وركولې شي۔ اوس به د هر يو كور نغرې بلېږي۔ د پرمختګ او خذمت دا سفر به دغسې روان وي۔ دستوره كښې د توان صوبائي وزير ډاكټر اختر ملک ‘ چیئرمېن ایم ډی اے رانا عبدالجبار‘ خالد جاوېد وړائچ ‘ شعېب اکمل هاشمی او نورو درنو مېلمنو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں