وزیراعظم شهباز شریف د شیخ محمد بن زاید النهیان سره د هغه د ورور په مړينه غمرازۍ لپاره په لنډه دوره متحده عرب امارات ته لاړو۔ مرېم اورنګزیب

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف د شیخ محمد بن زاید النهیان سره د هغه د ورور په مړينه غمرازۍ لپاره په لنډه دوره متحده عرب امارات ته لاړو۔د جمعي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وفاقی وزیري ووئيل وزیر اعظم به د متحده عرب امارات صدر محمد بن زاید النهیان سره ملاقات کوي او هغه سره به د ورور شیخ سعید بن زاید النهیان په مړينه د پاکستان حکومت او اولس د اړخه غمرازي كوي۔ مرېم اورنګزیب دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں