اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په څوارلس كلنې ملازمې رضوانه د تشدد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي چې د مرګ او ژوند په كشمكشن كښې راګېرې رضوانه ته دې انصاف ترلاسه كېدو په ځائ ملزمانو ته ضمانتونه ترلاسه كېدل د افسوس وړ او لمحه فكريه ده، مظلوم لور ته دې انصاف وركړې شي او تور دې ګرفتار كړې شي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب وزيراعليٰ سيد محسن نقوي ته د پېښې د نوټس اخستو سره رضوانه ته انصاف وركولو لپاره د اقداماتو كولو امر كړې دې۔ دې ووئيل حکومت به هر ممكنه كردار لوبوي دغسې چې تورنو ته سزا وركړې شي۔دې ووئيل يوه ټولنه دا ډول ظلم كوٶنكي عناصر نشي برداشت كولې٬ په رضوانه ظلم كوٶنكو ته سخته سزا وركول پكار ده۔ دې ووئيل پېښه كوچنيانو څخه د مشقت اخستو او دوي سره وحشيانه سلوك ډېر د شرم او د غندنې مثال دے۔ وفاقي وزيرې قام څخه د رضوانه روغ صحت لپاره د دعا اپيل كړې۔ دې ووئيل چې رضوانه ته جسماني او ذهني غم رسولې شوې د دې ازالې له به ټولو له په ګډه كار كول وي، دې كوچنۍ ته انصاف وركول د عدليه د عزت لپاره لوے امتحان دے۔