هېواد په منطقه كښې د تجارت او توان د لارو سيمه ايز مركز جوړول او صنعتي پېداوار او د آئي ټي خذمات زياتول زمونږ وژن دے۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د بېن الپارليمان كانګرېس پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد31 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي چې د خپل جغرافيائي محل وقوع په سبب پاكستان په منطقه كښې مهم سټريټجك حېثيت لري٬ هېواد په منطقه كښې د تجارت او توان د لارو سيمه ايز مركز جوړولو او صنعتي پېداوار او د آئي ټي خذمات زياتول زمونږ وژن دے۔ د خزانې وزير دا خبره د بين الپارليماني يونين صدر دوارتے پیچیکو په مشرۍ كښې د نړيوال پارليماني كانګرېس پلاوي سره په ملاقات كښې كړی۔ د خزانې وزير د پلاوي تود هركلے وكړو او وې وئېل چې پاكستان پارليماني يونين سره خپل شراكتدارۍ ته د قدر په سترګو ګوري٬ پاكستان د نړيوال امن٬ خوشحالۍ او معاشي استحكام لپاره په نړيوال فورمز بين الپارليماني يونين ته باقاعدګۍ سره مرسته كوي۔ د خزانې وزير پلاوې په دې وروستيو كښې د پورته كړې شويو اقتصادي او مالياتي اقداماتو نه خبر كړو چې په نتيجه كښې يې معيشت د استحكام نه پس د نمو په لاره روان شوې۔ ده ووئيل چې د خپل جغرافيائي محل وقوع په سبب پاكستان په منطقه كښې مهم سټريټجك حېثيت لري٬ هېواد په منطقه كښې د تجارت او توان د لارو سيمه ايز مركز جوړولو او صنعتي پېداوار او آئي ټي خذمات كښې اضافه زمونږ وژن دې۔په دې لړ كښې پاكستان د ټولو سيمه ايز هېوادونو سره تجارت ته د قدر په سترګه ګوري۔ د بين الپارليماني ائتلاف صدر د بين الپارليماني او نړيوال پارليماني كانګرېس پليټ فارم څخه په ټوله نړۍ كښې امن٬ سلامتيا٬ بشري حقونو او تل پاتي پرمختګ لپاره د پاكستاني پارليمنټرينز او پاكستان كردار ستائېه وكړه۔ ده د پارليمان غړو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو عزم پخلې وكړو۔ پلاوي په مرسته د خزانې وزير مننه وكړه۔ په پلاوي كښې د آئي پي سي اردن څخه غړي عبدالرحمان مايعه٬د ګني سرن تراورت٬ د آذربائيجان ناجيوف او آرزو او سېنېټر ستاره اياز شامل وه

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں