سي پېك د چين او پاکستان د دوستۍ د نوي دور پېل دے٬ سي پېك د دواړو هېوادونو شريكو ګټو ته وده وركړې ده٬ سي پېك كښې به د چين او پاکستان مرسته په راتلونكې لسيزه كښې لا وده وكړي۔ د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ د سي پېك له مخې زراعت، صنعت، صحت، تعليم، رېلوے، انفارميشن ټېکنالوجي،اولسي خېرښګړه، د روزګار موقعې زياتول او سيمه ايزو رابطو ته د دوې وركولو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته ته د لا ودې وركولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې چين د پاکستان د قامي خپلواكۍ، ازادۍ، د سيمه ايز سالميت تحفظ، قامي اتحاد، سماجي استحکام او د اقتصادي خوشحالۍ د هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوي٬ سي پېك د چين او پاکستان د دوستۍ د نوي دور پېل دے٬ سي پېك د دواړو هېوادونو شريكو ګټو ته وده وركړې ده٬ سي پېك كښې به د چين او پاکستان مرسته په راتلونكې لسيزه كښې لا وده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په اسلام آباد کنونشن سنټر كښې د سي پېك په لسو كالو ترسره كېدو خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د چين نائب وزيراعظم ووئيل د سي پېك په لس كلنو دستور كښې په ګډون كولو خوشحالي محسوس شوې، سي پېك د بېلټ اينډ روډ انيشيټو اهمه منصوبه ده، دا د پاکستان معاشي او سماجي پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري، سي پېك څخه په منطقه كښې سماجي پرمختګ پېل شوېدے، پاك۔چين دوستي د هماليه نه لوړه او د سمندر نه ژوره ده، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ تاريخي اړيكې دي، د سي پېك له مخې سړكونه او نورې منصوبې بشپړې شوې دي، انډسټري، کلچر او د صحت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اړتيا ده، ساهيوال کول پاور پراجيکټ د ټاكلے مودې نه وړاندې د پنجاب سپيډ له مخې ترسره كړې شوه ، سي پېك د سيمه ايز پرمختګ اهمه منصوبه جوړه شوې ده۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې پاکستان كښې 25 اربه ډالرو نه زياته نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه شوې ده، د سي پېك له مخې اربن رېلوے او د فائبر آپټك پشمول بېلې بېلې منصوبې عملي كړې شوې دي، دا د دواړو هېوادونو ترمېنځه يو فلېګ شپ منصوبه ده چې ورسره د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته رانزدې شوې دي، د چين انجينئرز او د پاکستان کارکنانو يو بل سره اوږه په اوږه كار كوي او په ځيني ناممكن ځايونو كښې هم منصوبې بشپړې كړې شوې دي او په ګډه ئې په ستونزو او خنډانو قابو موندلې دې، ده ووئيل زه د سي پېك منصوبې مخ په وړاندې بوتللو او د سيمه ايز پرمختګ تجويزونه وړاندې كوم چې پاكستان او چين له په ګده د پرمختګ کوريډور جوړولو ته اړتيا ده چې له مخې دې د سي پېك د اوږدې مودې منصوبې مخ په وړاندې بوتللې شي٬ په دې لړ كښې د اېم اېل ون اپ ګريډېشن، ايګرو فارمنګ او د باغباني څانګه كښې موثره اقدامات پكار دي، دې سره به د پاكستان تل پاتې اقتصادي پرمختګ او سوكالي باوري كولو كښې مرسته وشي، بله دا چې مونږ له به په ګډه د روزګار موقعې زياتول وي او په دې لړ كښې به اولس مقدم ساتل وي او دې لپاره به زراعت، صنعت، تعليم، صحت، تربيه او د اولسي خېرښګړې منصوبو ته ترجيح وركول وي دغسې چې د روزګار موقعې زياتې شي، دې لپاره د كوچني ملازمتونو موقعې پېدا كولو لپاره د انساني وسيلې پرمختګ لپاره كار كولو ته اړتيا ده دغسې چې سي پېك د لارې د پاکستان اولس نورو ګټو څخه مستفيد شي٬ درېمه دا چې د سي پېك له مخې مشترکه انووېشن کوريډور جوړولو ته اړتيا ده او دې لپاره به اړوند ورکنګ ګروپس فعاله كول وي دې لائحې څخه جديديت ته پام كولو سره هائي ټېك، موبائل، مواصلات، اي کامرس او د سمارټ سټيز غوندې نوې څانګو كښې مرستې ته وده وركړئ٬ څلورمه٬ مونږ له به په شريكه توګه ګرين کوريډور جوړولو ته پام كول وي او ګرين سلك روډ او ګرين پاکستان انيشيټو به مخ په وړاندې بوتلل وي٬ دې سره به د ماحولياتو تحفظ باوري كړې شي او دې لپاره به بنيادي ډھانچه، زراعت او د قدرتي آفتونو څخه د رامخې ته شوې صورتحال مخنيوي كښې ريليف لپاره اقدامات ګړندي كول وي٬ پنځم مونږ له په ګده يو اوپن كوريډور جوړولو ته اړتيا ده او د دې د لارې سيمه ايزو هېوادونو سره مرستې او رابطو ته وده وركول پكار ده او په سي پېك كښې د تھرډ پارټۍ هركلے پكار دې او بايد سي پېك ته پراختيا وركړې شي دغسې چې سيمه ايزو رابطو او اقتصادي پرمختګ ته وده وركړې شي او شريك پرمختګ او سوكالۍ لپاره كار وكړې شي۔ ده ووئيل انسانيت دا مهال لوے خطرو او چېلنجونو سره مخ دے ۔ ده ووئيل د چين وزيراعظم لي کيانګ او وزيراعظم شهباز شريف ترمېنځه د نتيجې وړ دوه ملاقاتونه شوي چې پكښې دوي په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره سلا كړې ده ٬ چين او پاکستان دوه ښه ګاٶنډيان، دوستان، شراکت دار او وروڼه دي او دواړه هېوادونه امن، استحکام او پرمختګ ته رامخې ته چېلنجونو له په ګډه كردار لوبوي۔ ده ووئيل چين د پاکستان د قامي خپلواكۍ، ازادۍ، د سيمه ايز سالميت تحفظ، قامي اتحاد، سماجي استحکام او د اقتصادي خوشحالۍ د هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوي٬ مونږ باور لرو چې د پاکستان مېړنې او حوصله مند اولس به پخپله خپل سباٶن روښانه كوي او خپل سباون خپل ځان ساتلو لپاره به پرمختګ پلو پام وګرځوي، د پاکستان او چين مفادات مشترك دي او د دواړو هېوادونو دوستي په قوي بنيادونو اډانه ده٬ سي پېك د دواړو هېوادونو د دوستۍ محور دے او دې سره زمونږ دوستي قوي شوې ده۔ د چين صدر شي جن پنګ او د پاکستان مشران سي پېك ته ډېر اهميت وركوي دوي خپلو ملاقاتونو كښې په دې لړ كښې ډېر اهم كردار لوبولې چې ورسره سي پېك مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته شوې ده او د دې مشاورت په نتيجه كښې مونږ پخپلو ترجيحي څانګو كښې كار مخ په وړاندې بوتللې دې چې ورسره پاكستان كښې د چين نوره سرمايه كاري او ټېكنالوجي راروانه ده او پاکستان د اعليٰ معياراتو مصنوعات د چين منډيو ته رسي۔ د صدر شي جن پنګ د پېغام په رڼا كښې د چين او پاکستان وزيراعظمانو د ملاقاتونو په نتيجه كښې مونږ باور لرو چې په سي پېك كښې به د چين او پاکستان مرسته په راتلونكې لسيزه كښې لا وده ومومي٬ مونږ لاس په دعا يو چې پاکستان پرمختګ او خوشحالۍ سره مخ شي او د پاکستان او چين لازوال دوستي لا وده وكړي۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں